د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو

aiiu_admin
Mon, Nov 24 2025 2:41 PM
aiiu

د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز په نوښت او هڅو سره، د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس دایر شو.
یاد علمي کنفرانس د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور اشرف محمد دوابه له لوري وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو مرستیال، د شرعیاتو پوهنځي استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
د کنفرانس پیل د علمي چارو د مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت له پرانستونکې وینا سره وشو. نوموړي د ګډونوالو تود هرکلي تر څنګ د علمي کنفرانسونو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون هر استاد مکلف دی، ترڅو د علمي ترفیع تر څنګ، په کال کې لږ تر لږه دوه علمي کنفرانسونه وړاندې کړي.
په کنفرانس کې دوکتور اشرف محمد دوابه د اسلامي بانکدارۍ د اهمیت، اصولو، تمویل، اړتیا، او د بیع مرابحه، بیع الاجل، بیع سلم، بیع الاستصناع او ورته نورو اسلامي مالي معاملو په اړه مفصل علمي معلومات وړاندې کړل.
یاد علمي کنفرانس، چې د اسلامي مالي سیستم د معرفي، وضاحت او پوهې د لوړولو په موخه ترتیب شوی و، د ګډونوالو له لوري تود هرکلی وشو او ګډونوالو ته یې ارزښتناک علمي معلومات وړاندې کړل. 
د استادانو مسلکي پرمختیا مرکز ژمن دی، چې د راتلونکي لپاره به هم ورته ګټور علمي کنفرانسونه او پروګرامونه تنظیم کړي، تر څو د استادانو او محصلینو علمي ظرفیتونه لا زیات پیاوړي شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jul 01 2026 12:12 PM
Background image

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.
In coordination with the Deputy Directorate of Student Affairs, Acting Dean of the Faculty of Computer Science, Dr.. . .

Tue, Jun 30 2026 9:21 AM
Background image

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held
On Monday a one-day academic seminar titled. . .

BACK TO NEWS