د کیفیت لوړونې آمریت میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

aiiu_admin
Sat, Dec 14 2024 10:58 AM
AIIU

د کیفیت لوړونې آمریت میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري د کیفیت ارزونې د نتایجو شریک کولو په موخه ناسته ترسره شوه.
یاده غونډه چې د معمول مطابق هره میاشت د علمي معاونیت په مشري تر سره کېږه، موخه یې په علمي او اداري برخو کې د کیفیت او ټاکل شویو ۱۱ اصلي معیارونو د پلي کېدو تعقیب او پر وړاندې یې منځته راغلي موانع لمنځه وړل دي.
غونډې ته د ښه راغلاست په وینا کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء وویل؛ افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په هېواد کې لمړنۍ نړیواله تحصیلي منبع یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې اړینه ده نړیوال زده کړیز معیارونه مراعت کړای شي، ترڅو یو د وخت له غوښتنو سره سم تحصلي بنسټ منځته راغلی وي. 
ورپسې د کیفیت لوړونې آمریت امر استاد عبیدالله محق د تېري آرزونې چې د دوی له لوري ترسره شوې وه، نتایج شریک کړل او ګډونوالو پرې خپلي تبصرې هم شریکي کړې.
یاده غونډه هره میاشت په داسي حال کې تر سره کېږي، چې د پوهنتون اړونده معاوینتونو استازي، د پوهنځیو مسؤلین او استادان یې ګډونوال وي.

Latest news

Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
Background image

Regular Session of the Administrative General Council Held

Regular Session of the Administrative General Council Held
The regular session of the Administrative General Council of the Afghan International Islamic University was held in the. . .

Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
Background image

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.
On the occasion of the arrival of the blessed month of Ramadan, the Directorate of Da’wah and. . .

BACK TO NEWS