د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د افغان ملي بانک تر منځ اړونده برخه کې د ګډو همکاریو تړون لاسلیک شو

aiiu_admin
Sun, Dec 31 2023 3:10 PM
AIIU Senior

د یاد تړون لیک د لاسلیک کولو پر مهال د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور رفیع الله منیب د یاد  تړون لیک په امضاء کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د دې تړون لیک له مخې به د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ څانګې محصلین عملي زده کړې تر لاسه کوي او د عملي زده کړو په برخه کې به یې ستونزې حل او فصل شي.

یاده دې وي چې د یاد تړون لیک د لاسلیک کولو پر مهال د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنخي رئیس مولوي عبیدالله عابد، د یاد پوهنځي د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ څانګې آمر پوهنمل دوکتور ارسلاح ظفري او د افغان ملي بانک مسوولینو ګډون کړی وو.

نېټه : یکشنبه

۱۴۰۲/۱۰/۱۰ هـ ش ــــ ۱۴۴۵/۰۶/۱۷ هـ ق

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

BACK TO NEWS