د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د سرې میاشتې له عمومې رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سره د هغه په دفتر کې ولیدل.

aiiu_admin
Thu, Jan 25 2024 12:49 PM
AIIU LOGO

د ناستې په پېل کې د سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي صاحب مطیع الحق خالص د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د سرې میاشتې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د پوهنتون پرمختګونه،  لاسته راوړنې، معلومات او خصوصا د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د جوړیدونکې تدریسي روغتون د زړه په برخه کې د تداوۍ اړوند موضوعات د سرې میاشتې له عمومي رئیس مولوي صاحب مطیع الحق خالص سره شریک کړل، چې د سرې میاشتې د عمومي رئیس له لورې ورسره په اړونده برخه کې د همکارۍ کولو ژمنه وشوه.

ناستې کې چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي رئیس ډاکټر حبیب الله فاتح او مشهور جراح ډاکټر محمد اسحاق هم حضور درلود، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

BACK TO NEWS