د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیر خوا په مشرۍ ناسته کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د تدریسي روغتون پر ایجاد خبرې او بحث وشو

aiiu_admin
Tue, Feb 06 2024 3:16 PM
AIIU ENVIRONMENT

د ناستې په پېل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خوا او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د تدریسي روغتون د ایجاد په اړه هر اړخېز معلومات شریک کړل.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خوا د یاد تدریسي روغتون  په جوړیدا خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه  چې د تدریسي روغتون په جوړیدا سره به د یاد پوهنتون د طب پوهنځي د فوق برنامو محصلینو د  عملي زده کړو لپاره  ډېره زمینه سازي وشي او په دې برخه کې به لا ښې زده کړې ترلاسه کړي.

ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو ریاست رئیس انجینر سردار ولي صالحي، د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاست رئیس انجینر روح الله روحاني د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل دوکتور میر رفیع الله منیب، د طب پوهنځي رئیس پوهنیار ډاکټر  حبیب الله فاتح او د طب پوهنځي استاد دوکتور غلام رحیم اواب هم حضور درلود د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

نېټه:  سه شنبه

۱۴۰۲/۱۱/۱۷ هـ ش ــــــــــ ۱۴۴۵/۰۷/۲۵ هـ ق

Latest news

Tue, Dec 23 2025 11:22 AM
Background image

A Scientific Seminar Held Under the Title: “The Function of the Heart from the Perspective of Islamic Sharia and Medicine”

A Scientific Seminar Held Under the Title: “The Function of the Heart from the Perspective of Islamic Sharia and Medicine”

Today, Monday, corresponding to the 1st of January 2025, a. . .

Tue, Dec 23 2025 11:14 AM
Background image

A Memorandum of Understanding Signed Between Afghan International Islamic University and Tabesh University

A Memorandum of Understanding Signed Between Afghan International Islamic University and Tabesh University

Today, Monday, corresponding to the 1st of January 2025, a Memorandum of. . .

BACK TO NEWS