د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د سړکونو بیا رغولو چارې ۷۵ سلنه تر سره شوي دي

aiiu_admin
Thu, Nov 13 2025 10:15 AM
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د سړکونو بیا رغولو چارې ۷۵ سلنه تر سره شوي دي.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند د داخلي سړکونو او پیادرونو بیا رغولو پروژې چارې، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزرات له خوا څه د پاسه د ۲۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت سره شروع شوې وې ۷۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
ددغه پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د تدارکاتو او خداماتو آمریت آمر وفي الله عبرت وایې چې د سړکونو او پیادرونو بیارغولو دغه پروژه، چې د شاوخوا ۲.۵ کیلو متره اوږد والي لري د اکبر نصرت ساختماني شرکت له لوري  یې د بیا رغولو چاري په ښه کیفیت او منظم ډول سره روانې دي، چې نېږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي عبرت زیاتوي، چې د سړکونو او پیادرونود بیا رغولو سره به د پوهنتون چاپیریالي ښکلا سربیره د ترانسپورت په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
 د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې سربیره د افغان نړویوال اسلامي پوهنتون په انګړ کې د څښاک اوبو یوه حلقه چاه، د زراعت پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو او څېړونو لپاره د غواښینو چرګانو روزلو یوه باب څېړنیز فارم پروژې هم په کار اچول شوي، چې نېږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته و سپارل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

BACK TO NEWS