د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

aiiu_admin
Wed, Nov 26 2025 10:03 AM
aiiu

د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له لوري د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.  
یاده آزموینه د پوهنتون د سرپرست رئیس محترم دوکتور رفیع الله عطاء په نظارت ترسره شوه. نوموړي د آزموینې له پیل مخکې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د شفافې پروسې اړوند ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې پوهنتون د اهلیت او وړتیا پر بنسټ د افرادو جذب ته ژمن دی.  
په دغه آزموینه کې د طب پوهنځي لابرانټ متخصص (NTA)، د زراعت پوهنځي اجرائیه مديريت، د انجنیري پوهنځي لابرانټ او د شرعیاتو پوهنځي تدریسي مدیریت خالي بستونو لپاره کاندیدان شامل وه.
ټول ۴۵ تنو کاندیدانو پکې ګډون کړی و، چې له آزموینې وروسته به له بریالیو کسانو سره مرکې (انټرویو) ترسره شي، او بریالي کاندیدان به یادو بستونو ته وګمارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د استخدام پروسه تل پر شفافیت، اهلیت او اصولو ولاړه وي، تر څو مستحق او وړ اشخاص د دندو موقع ترلاسه کړي. 
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

BACK TO NEWS