د زړه دندې د اسلامي شریعت او طب له نظره تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو

aiiu_admin
Tue, Dec 23 2025 11:21 AM
aiiu

د زړه دندې د اسلامي شریعت او طب له نظره تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي میاشتې له لومړۍ نېټې سره برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت په همکارۍ د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې له لوري د زړه دندې د اسلامي شریعت او طب له نظره تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.
په دغه علمي سیمینار کې د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او علمي شخصیتونو ګډون درلود. د سیمینار پیل د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت د پرانستې وینا سره وشو، چې پکې یې د ګډونوالو هرکلي تر څنګ د زړه د ارزښت او د انساني ژوند لپاره د هغه د حیاتي رول په اړه لنډې څرګندونې وکړې.
یاد سیمینار په دوه علمي برخو کې تنظیم شوی و:
لومړۍ برخه د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور محمد یونس ابراهیمي، د زړه دندې د اسلامي شریعت له نظره وڅېړلې. نوموړي د قرآنکریم او نبوی سنتو له مخې د زړه د معنوي، روحاني او اخلاقي ارزښت په اړه مفصلې علمي خبرې وکړې.
ورپسې د الحیات روغتون د زړه څانګې مسؤل ډاکټر خالد راشد د زړه ارزښت او دندو ته د معاصر طب له زاویې بشپړ معلومات ورکړه. هغه څرګنده کړه، چې زړه د انسان له ټولو غړو سره مستقیمه اړیکه لري او د بدن د سالم فعالیت بنسټ جوړوي.
په پای کې د ګډونوالو لپاره د پوښتنو او ځوابونو برخه ځانګړې شوې وه، چې پکې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې او د سیمینار وړاندې کوونکو ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.
یادونه باید وشي، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي چې دا ډول علمي او تخصصي سیمینارونو له لارې نه یوازې خپلو استادانو او محصلینو ته علمي خدمتونه وړاندې کړي، بلکې عامه پوهاوي ته هم پراختیا ورکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Mar 17 2026 8:48 AM
Background image

Head of Da’wah and Guidance Visits Afghan International Islamic University

Head of Da’wah and Guidance Visits Afghan International Islamic University
Today, Sunday, the Head of Da’wah and Guidance of the Ministry of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlawi. . .

Tue, Mar 10 2026 2:01 PM
Background image

Regular Meeting of the Curriculum General Committee Held.

Regular Meeting of the Curriculum General Committee Held.
The regular meeting of the Curriculum General Committee of the Afghan International Islamic University was held under the. . .

Mon, Mar 09 2026 12:10 PM
Background image

Regular Meeting of the Strategic Plan General Committee Held

Regular Meeting of the Strategic Plan General Committee Held
The regular meeting of the Strategic Plan General Committee of the Afghan International Islamic University was held under. . .

BACK TO NEWS