د نصاب عمومي کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.

aiiu_admin
Tue, Jan 13 2026 1:36 PM
aiiu

د نصاب عمومي کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نصاب عمومي کمېټې میاشتنۍ غونډه، د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت، د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبدالمالک نیازی، د زراعت پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور حمیدالله یونسې، او د نصاب عمومي کمېټې غړو ګډون درلود.
غونډه د دوکتور عبدالواحد لیاقت د پرانیستونکې وینا په ترڅ کې پیل شوه. نوموړي د غونډې موخې، اجنډا، او د نصاب د معیاري کېدو پر اړتیا مفصلې څرګندونې وکړې.
په غونډه کې پر یو لړ مهمو علمي او اداري موضوعاتو بحث وشو، چې له ډلې یې د درسي څانګو نومونو نړیوالو ژبو ته اړول، د لوړو زده کړو وزارت د نصاب ریاست سره د مضامینو په سافټ اوهارډ بڼو شریکول، او نور اړوند مسایل شامل وو. ګډونوالو یاده اجنډا له بېلابېلو زاویو وڅېړله او د اغېزناک تطبیق لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړل.
یادونه باید وشي، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره د علمي معیارونو د لوړولو، نصاب د عصري اړتیاوو مطابق تنظیم، او د محصلینو لپاره د معیاري درسي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه دوامداره هڅې کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

BACK TO NEWS