د اداري عمومي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

aiiu_admin
Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
aiiu

د اداري عمومي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ریاست مقام د غونډو په تالار کې د یاد پوهنتون اداري عمومي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د علمي چارو، د محصلانو چارو، مالي او اداري چارو،  نړیوالو اړیکو او د څېړنو او علمي مجلې معاونیتونو مرستیالانو او د پوهنځي رئیسانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د تېرې اداري شورا فعالیتونو او کړنو راپورونه وړاندې شول. 
غونډه کې  د زراعت او انجینرۍ پوهنځیو لابراتوارونو لپاره د مناسب ځای ټاکلو، د نویو ایجاد شویو برنامو لپاره د ټولګیو منظم کول، د پوهنتون زرغونتیا په موخه د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د نیالګیو کېښنول او د تنظیف کمېټې د فعالیتونو او د چاپېریال د پاکوالي پر اهمیت او په ورته موضوعاتو بحث ترسره شو.
د غونډې په پای کې د پوهنتون مشرتابه ټینګار وکړ، چې د پوهنتون اداره هڅه کوي څو د چارو په تنظیم او د شته ستونزو په حل سره داسې تعلیمي چاپېریال رامنځته کړي، چې محصلین وکولای شي په ارامه او مناسب فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۴۰۴/۱۲/۴

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

BACK TO NEWS