د آمیرالمؤمنین حفط الله د فرامینو د تشریح تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې شو

aiiu_admin
Tue, Oct 14 2025 11:43 AM
فرامین

د آمیرالمؤمنین حفط الله د فرامینو د تشریح تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مرستیالانو، داخلي او خارجي استادانو ته د آمیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په ټولنه کې د ناسمو رواجونو پر وړاندې توشیح شوي فرامینو د تدریس او تشریح تر عنوان لاندې یوه ورځنی سمینار وړاندې شو.
دغه سمینار د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د غونډو په تالار کې د پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي ډاکټر رفیع الله عطاء له خوا ارائه شو، چې پکې د ناسمو رواجونو له جملې د ودونو پر مهال له غیرې ضروري لګښتونو، ولور او په ودونو کې د غیر شریعي رواجونو مخنوي په موخه توشیح شوی فرمان د ګډونوال پر وړاندې تدریس او تشریح شو. 
د یادولو وړ ده، چې د ناسمو رواجونو پر وړاندې د آمیرالمؤمنین حفظ الله  له لوري توشیح شوی فرمان د افغان نړوال اسلامي پوهنتون مرستیالانو داخلی او خارجي استادانو ته به په اونۍ کې دوه ورځې د پوهنتون رئیس ډاکټر رفیع الله عطاء له لورې تدریس کېږي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

BACK TO NEWS