اداري کارکونکو ته د شرابو حرمت په اړه توشیح شوی فرمان وړاندې شو

aiiu_admin
Thu, Nov 13 2025 10:10 AM
aiiu

اداري کارکونکو ته د شرابو حرمت په اړه توشیح شوی فرمان وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند دعوت او ارشاد آمریت له خوا اداري کارکوونکو ته په مسجد شربف کې د شرابو حرمت په اړه د امرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لورې توشیح شوی فرمان وړاندې شو. 
د شرابو حرمت په اړه دغه توشیح فرمان چې د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم حقاني له خوا وړاندې شو، چې پکې د شرابو د حرمت دلایل، د شرابو استعمال زیانونه، د شرابو د حرمت کېدو ګټې، د حرمت په اړه د اسلامي شریعت لارښوونې او د امرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري د حرمت په اړه توشیح شوی فرمان په بشپړل ډول تدریس او وړاندې شو. 
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د دیني لارښوونو او د امرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کېږي، چې تېره ورځ هم د ناسمو رواجونو مخنیوي فرمان اړوند د حج اداء کولو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنیوي سیمینار د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ته وړاندې شو.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:13 PM
Background image

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

At the initiative of the Coordination Office under the Student. . .

Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
Background image

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.
Sheikh al-Hadith Zia-ur-Rahman Madani, Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS