د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

aiiu_admin
Tue, Mar 10 2026 2:01 PM
aiiu

د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنوال دوکتور عبدالوحد لیاقت په مشرۍ ترسره شوه.
د نصاب عمومي کمېټه د پوهنتون له مهمو علمي ارګانونو څخه ګڼل کېږي چې د تدریسي برنامو د کیفیت د لوړولو، د معیاري نصابونو د برابرولو او د محصلانو د اړتیاوو سره سم د تعلیمي محتوا د تنظیم او پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
په دې غونډه کې د تېرې مودې ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونه وشوه او اړوند راپور د ګډونوالو سره شریک شو. وروسته د غونډې په جریان کې د ټولو پوهنځیو د پخوانیو تحصیلي برنامو د نصابونو د ارزونې، د نوو تحصیلي برنامو د نصابونو د تأیید، او همدارنګه د ټولو پوهنځیو لپاره د نیازسنجۍ د فورمو د ترتیب او جوړولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د نصاب د لا ښه والي او د تدریسي کیفیت د پیاوړتیا په موخه لازمې پرېکړې وشوې.
دوشنبه: ۱۸/۱۲/۱۴۰۴
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

BACK TO NEWS