د عصري علومو په برخه کې د DNA ټکنالوژۍ د استفادې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس تر سره شو.

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۹
aiiu

د عصري علومو په برخه کې د DNA ټکنالوژۍ د استفادې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس تر سره شو.
نن دوشنبه چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال د دلوې میاشتې له ۲۰مې نېټې سره سمون خوري ، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د عصري علومو (طب او زراعت) په برخه کې د DNA ټکنالوژۍ د استفادې تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس تر سره شو.
دغه کنفرانس کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون قدرمن رئیس، پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء، د علمي چارو، څېړنې او علمي مجلې معاونیتونو مرستیالانو، د صحت عامې وزارت د بهرنیو اړیکو مسؤلینو، د یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو او پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
د کنفرانس په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس، پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد کنفرانس او علمي څېړنو پر ارزښت او اهمیت هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي وویل چې اسلامي امارت د استادانو لپاره د علمي څېړنو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، څو استادان وکولی شي خپلې څېړنې د انساني او شرعي اصولو په رڼا کې تر سره کړي.
ورپسې د زراعت پوهنځي استاد، پروفیسور دوکتور جوهر علي، د کنفرانس لومړۍ علمي برخه وړاندې کړه چې پکې د DNA پېژندنه، د DNA جوړښت، او په صحت، زراعت، اقتصاد او د جرایمو د اثبات په برخه کې د DNA د استعمال پر موضوعاتو تفصیلي بحث وشو.
د کنفرانس دوهمه علمي برخه د طب پوهنځي استاد، دوکتور اقبال احمد علوي، له لوري وړاندې شوه چې په طب کې د جینومیک ارزښت، ساري ناروغۍ، د ساري ناروغیو تشخیص، د ساري ناروغیو مالیکولي بنسټ، او پر عامه روغتیا د ناروغي ‌زېږونکو میکروبونو اغېز او ورته نور مهم موضوعات شامل وو.
د کنفرانس په پای کې ګډونوالو د وړاندې شوو موضوعاتو په تړاو خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د استادانو له لوري ورته قناعت ‌بښوونکي ځوابونه وړاندې شول.
د یادونې وړه ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په پام کې لري راتلونکې کې ورته نور کنفرانسونه  برابروي تر څو هغه استادانونو چې څېړنې تر سره کړي خپلې څېړنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۸:۴۸
Background image

د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
نن یکشنبه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت او ورسره مل پلاوي د افغان نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنوال دوکتور عبدالوحد لیاقت په مشرۍ ترسره شوه.
د نصاب عمومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت په مشري. . .

BACK TO NEWS