د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

aiiu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۴۲
aiiu

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون د سرپرست رئیس، محترم پوهندوی دوکتور رفیع‌الله عطاء صاحب په مشرۍ، د ریاست مقام په تالار کې ترسره شوه. 
په غونډه کې د پوهنتون د معاونیتونو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او اړوندو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دې علمي غونډه کې د پوهنتون د پرمختګ او لاسته راوړنو په موخه د تېرې غونډې پرېکړو د تطبیق راپورونه وړاندې شول. همدارنګه د عملي زده کړو د لا پیاوړتیا لپاره د لابراتوارونو فعاله کېدو، د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو او څېړنېزو فعالیتونو د پراخېدو، د استادانو د حضوري تدریس د دوام، د کلنیو او ۲۰ فیصده آزموینو لپاره د مشخصو نېټو ټاکل، او ورته موضوعاتو په اړه تفصیلي بحث وشو.
په غونډه کې د پوهنتون د شته ستونزو د حل، د لا پرمختګ، د څېړنیزو او علمي فعالیتونو د پراخوالي او د محصلینو لپاره د زده کړو د کیفیت د لوړوالي په هدف یو شمېر کمېټې هم تشکیل شوې.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مشرتابه ژمنه وکړه، چې د پرمختګونو د دوام او ستونزو د حل لپاره به له رهبرۍ سره منظمې او دوامداره ناستې ترسره کېږي، څو د زده کړو کیفیت او اداري چارې لا اغېزمنې شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۲۱
Background image

د افغان نړیوال ساینس ژورنال (AIJS) د لومړۍ ګڼې بریالۍ خپرېدا.

د افغان نړیوال ساینس ژورنال (AIJS) د لومړۍ ګڼې بریالۍ خپرېدا.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند «افغان نړیوال ساینس ژورنال (AIJS)» د خپلې لومړۍ رسمي ګڼې (جلد ۱، ګڼه ۱ - ۲۰۲۵م) خپرېدا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۹
Background image

د هوا د ککړتیا عوامل او حل لارو تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

د هوا د ککړتیا عوامل او حل لارو تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۴
Background image

د امرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د فرامینو تشریح او په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو معیارونو تر عنوان لاندې علمي سیمینارونه ترسره شول

د امرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د فرامینو تشریح او په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو معیارونو تر عنوان لاندې علمي سیمینارونه ترسره شول.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو. . .

BACK TO NEWS