د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تخار پوهنتون تر منځ د ګډو علمي او اکاډمیکو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه
یاده هوکړه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي مرستیال پوهنمل دوکتور رفیع الله منیب او د تخار پوهنتون رئیس مولوي کمال الدین منیب له لورې په داسي حال کې لاسلیک شوه، چې د دې پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالحی کیوان، د تخار پوهنتون علمي معاون قاري محمد بشیر مجاهد او د یاد پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال ډاکټر عبدالرحمن پژواک هم حضور درلود.
د یادې هوکړې له مخې به دواړه لورې په علمي او اکاډمیکو برخو کې له یو بل سره همکارې او د نظر تبادله کوي.
نېټه : شنبه
۱۴۰۲/۱۱/۷هـ ش ـــــــــــ ۱۴۴۵/۰۷/۱۵ هـ ق