افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو آزموینه

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو آزموینه په شفاف، منظم او معیاري ډول واخیستل شوه. یاده آزموینه ، چې د آزموینو د ملي ادارې تر مستقیم نظارت لاندې واخستل شوه، ترڅو روڼتیا، عدالت په پام کې ونیول شي.
د آزموینو د لړۍ څارنه امتحان اخستونکو استادانو، تخنیکي پلاوو، د تفتیش غړو او اړوندو مسؤولینو کوله، تر څو ډاډ ترلاسه کړي، چې هر څه د ټاکل شویو معیارونو سره سم ترسره کېږي.
د یادې آزموینې موخه دا وه، چې د تحصیل او تخصص وړ او مستحق کسان وکولای شي د خپلو وړتیاوو او علمي لیاقت پر بنسټ د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ته لاره ومومي.
د آزموینو ملي اداره ژمنه ده، چې د هېواد د پرمختګ او د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه به د شفافو، عادلانه او مسلکي آزموینو لړۍ ته په همدې ډول دوام ورکړي.