د عـ.ـالیقـ.ـدر امـ.ـیرالمؤمنـ.ـین (حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه) د فرامینو تشریح او د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي سیمینار ترسره شو.

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۲۱
aiiu

د عـ.ـالیقـ.ـدر امـ.ـیرالمؤمنـ.ـین (حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه) د فرامینو تشریح او د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د عـ.ـالیقـ.ـدر امـ.ـیرالمؤمنـ.ـین (حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه) د فرامینو تشریح او د نشه ‌یي توکو پر وړاندې مبارزې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو، چې په کې د پوهنتون د رهبرۍ شورا غړو او استادانو ګډون کړی و.
غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت، په پرانیستونکې وینا پیل شوه. نوموړي د عـ.ـالیقـ.ـدر امـ.ـیرالمؤمنـ.ـین (حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه) د توشیح شویو فرامینو او عقیدوي کتاب اړوند مهم موضوعات تشریح کړل او ګډونوالو ته یې د فرامینو د تطبیق اهمیت بیان کړ.
همدارنګه نوموړي د توشیح شویو فرامینو له ډلې د انساني قاچاق اړوند فرمان په تفصیل سره وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، چې انساني قاچاق د اسلامي شریعت له مخې ناروا عمل دی. هغه د عامه پوهاوي پر لوړولو ټینګار وکړ، ترڅو خلک د ناقانونه لارو د هېواد پرېښودو له ناوړه پایلو څخه خبر او له دغه ډول هڅو څخه ډډه وکړي.
ورپسې د طب پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور حمیدالله حامد د نشه ‌یي توکو د پېژندنې، ډولونو او د انسان پر روغتیا، کورنۍ او ټولنه د هغوی د ناوړه اغېزو په اړه علمي پریزنټېشن وړاندې کړ او د نشه ‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې یې د ګډې همکارۍ او عامه پوهاوي پر ارزښت ټینګار وکړ.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل، چې د وړاندې کوونکو استادانو له لوري ورته هر اړخیز او قناعت‌ بښونکي ځوابونه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي او عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام د ورته سیمینارونو په جوړولو سره د علمي کچې د لوړولو او د ټولنې د پوهاوي په پیاوړتیا کې خپل اغېزمن رول ادا کوي.
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸هـ.ش     ۱۴۴۸/۱/۱۱هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۱
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان ،آلودگی هوا، حفاظت از محیط زیست و صرفه ‌جویی در مصرف انرژی، برگزاری گردید.

سیمینار علمی تحت عنوان ،آلودگی هوا، حفاظت از محیط زیست و صرفه ‌جویی در مصرف انرژی، برگزاری گردید.
الیوم دوشنبه، سیمینار علمی تحت عنوان ،آلودگی هوا، حفاظت از محیط زیست و صرفه ‌جویی در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

ورکشاپ علمی و آموزشی شش‌ روزه  در مورد برنامه SPSS اغاز گردید.

ورکشاپ علمی و آموزشی شش‌ روزه  در مورد برنامه SPSS اغاز گردید.
الیوم دوشنبه، ورکشاپ علمی و آموزشی شش ‌روزه در مورد برنامه SPSS، از سوی معاونیت مجله علمی و تحقیقات پوهنتون اسلامی بین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

ورکشاپ چهارده‌روزه تحت عنوان ،استفاده از برنامه‌های اساسی کمپیوتر، برای کارکنان اداری آغاز گردید.

ورکشاپ چهارده‌روزه تحت عنوان ،استفاده از برنامه‌های اساسی کمپیوتر، برای کارکنان اداری آغاز گردید.
کارگاه چهارده‌روزه تحت عنوان ،استفاده از برنامه‌های اساسی کمپیوتر، به منظور ارتقای. . .

BACK TO NEWS