د تخنیکي او څېړنیزو پروژو د پروپوزلونو د چمتو کولو او پراختیا تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

aiiu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۳۶
aiiu

د تخنیکي او څېړنیزو پروژو د پروپوزلونو د چمتو کولو او پراختیا تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له خوا د یاد پوهنځي محصلانو لپاره د تخنیکي او څېړنیزو پروژو د پروپوزلونو د چمتو کولو او پراختیا تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس دوکتور روحاني روښان او د یاد پوهنځي استادانو ترڅنګ د جرمني هېواد د (Helmholtz-Zentrum    Berlin) پوهنتون استاد دوکتور وحیدالله سلیمان ‌خېل، د سلواکیا هېواد د (Slovak University of Technology in Bratislava (STU), Slovakia)  پوهنتون استاد دوکتور محمد اسماعیل خطاب او د کابل پوهنتون استاد دوکتور ضیاءالله مومند او ګڼ شمیر محصلانو هم ګډون کړی و.
د ورکشاپ په ترڅ کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د مصنوعي ځیرکتیا او د سافت ویر انجنیري څانګو محصلانو د بېلابېلو څېړنیزو موضوعاتو لپاره د ۱۷چمتو شوي  پروپوزلونه د پریزنټېشنونو په بڼه د پنځه کسیز علمي او تخنیکي پلاوي پر وړاندې تر سره شول. په دغه علمي پلاوي کې دوکتور وحیدالله سلیمان ‌خېل، دوکتور محمد اسماعیل خطاب، دوکتور ضیاءالله مومند، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس دوکتور روحاني روښان او د کمپيوټر ساینس پوهنځي استاد دوکتور محمد جانس خان شامل وو.
د علمي پلاوو غړو د محصلانو ټول پریزنټېشنونه په دقت وارزول، د څېړنیزو پروپوزلونو علمي او تخنیکي اړخونه یې وڅېړل او د لا ښه والي لپاره یې اړینې علمي سپارښتنې او رغنده نظریات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د استادانو او محصلانو ترمنځ علمي بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه. همدارنګه، د محصلانو پوښتنو ته د متخصصو استادانو له لوري هر اړخیز او قناعت ‌بښونکي ځوابونه وړاندې شول.
چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸ هـ.ق.
۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

ورکشاپ چهارده‌روزه تحت عنوان ،استفاده از برنامه‌های اساسی کمپیوتر، برای کارکنان اداری آغاز گردید.

ورکشاپ چهارده‌روزه تحت عنوان ،استفاده از برنامه‌های اساسی کمپیوتر، برای کارکنان اداری آغاز گردید.
کارگاه چهارده‌روزه تحت عنوان ،استفاده از برنامه‌های اساسی کمپیوتر، به منظور ارتقای. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

برای جذب در برنامه‌های دکتورا در سمستر خزانی امتحان اخذ گردید

برای جذب در برنامه‌های دکتورا در سمستر خزانی امتحان اخذ گردید
الیوم یکشنبه، در پوهنتون اسلامی بین‌المللی افغان، به منظور جذب محصلان در برنامه‌ های دکتورا برای سمستر خزانی، با حضور هیأت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۴۰
Background image

ورکشاپ آموزشی دو روزه تحت عنوان ،تهیه و انکشاف پروپوزل‌های پروژه‌های تخنیکی و تحقیقی، برگزار گردید.

ورکشاپ آموزشی دو روزه تحت عنوان ،تهیه و انکشاف پروپوزل‌های پروژه‌های تخنیکی و تحقیقی، برگزار گردید.
ورکشاپ علمی و آموزشی دو روزه تحت عنوان ،تهیه و انکشاف پروپوزل‌های پروژه‌های تخنیکی و. . .

BACK TO NEWS