د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د جذب په موخه آزموینه واخېستل شوه.
د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د جذب په موخه آزموینه واخېستل شوه.
نن یکشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د لوړو زدهکړو وزارت څخه د راغلو پلاوو، د پوهنتون رهبرۍ غړو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو او استادانو په حضور کې آزموینه واخېستل شوه.
د آزموینې د پرانستي په مراسمو کې د پوهنتون سرپرست رئیس پوهنوال دوکتور رفیعالله عطاء ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د آزموینې د روڼتیا او شفافیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړه.
ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت د آزموینې ګډونوالو ته د آزموینې اړوند معلومات وړاندې کړل او د بشپړي پروسي د څرنګوالي په اړه یې وضاحت ورکړ.
په یاده آزموینه کې ۶۰ تنو ګډون کړی و، چې د طب، انجنیري او شرعیاتو په درېیو پوهنځیو کې ورڅخه آزموینه واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د یادې آزموینې د ښه تراسراوي په موخو د ټولو محصلانو څخه شفاهي یا تقریري آزموینه اخېستل شوی ده.
یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸ هـ.ق.
۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
