د هوا د ککړتیا عوامل او حل لارو تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

aiiu_admin
Tue, Jan 06 2026 10:19 AM
weather

د هوا د ککړتیا عوامل او حل لارو تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت لخوا، د "هوا د ککړتیا عوامل او حل لارې" تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د رئیسانو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو په حضور کې د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو. 
د سیمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال، پوهنوال ډاکټر عبدالواحد لیاقت، د ګډونوالو هرکلی وکړ او د هوا د ککړتیا د منفي اغېزو او د هغې د مخنیوي پر لارو چارو یې خپله ارزښتناکه وینا وړاندې کړه.
ورپسې، د زراعت پوهنځي رئیس، پوهنوال ډاکټر حمیدالله یونسې، د "هوا د ککړتیا عوامل او حل لارې" تر عنوان لاندې خپل تفصیلي علمي پریزینتېشن وړاندې کړ، چې پکې یې د هوا د ککړتیا اساسي لاملونه، علمي تحلیل، او د حل لارې په دقیق ډول وڅېړلې.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو لپاره د پوښتنو او بحث برخه ځانګړې شوې وه، چې پکې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې او ښاغلي ډاکټر یونسې ورته هر اړخیز او قناعت ‌بښونکي ځوابونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د چاپېریالي پوهاوي او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه، له دې وړاندې بېلابېل سیمینارونه او خبرتیاوې خپرې کړي او لا به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Sun, May 24 2026 9:12 AM
Background image

Scientific Seminars Held on the Interpretation of the Decrees of Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Strategic Planning at the Faculty Level.

Scientific Seminars Held on the Interpretation of the Decrees of Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Strategic Planning at the Faculty Level.
Today, Saturday, two scientific. . .

Wed, May 20 2026 2:49 PM
Background image

Great Scientific Achievement and Global Recognition.

Great Scientific Achievement and Global Recognition.
With great pleasure and pride, we announce that the Afghan International Journal of Science (AIJS) has now been officially indexed. . .

BACK TO NEWS