دلته زموږ تر ټولو لوړ هدف ټولنې ته ژمن او متمدن مسلکي کسان وړاندې کول دي

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د سرې میاشتې له عمومې رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سره د هغه په دفتر کې ولیدل.

aiiu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۲:۴۹
AIIU LOGO

د ناستې په پېل کې د سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي صاحب مطیع الحق خالص د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د سرې میاشتې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د پوهنتون پرمختګونه،  لاسته راوړنې، معلومات او خصوصا د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د جوړیدونکې تدریسي روغتون د زړه په برخه کې د تداوۍ اړوند موضوعات د سرې میاشتې له عمومي رئیس مولوي صاحب مطیع الحق خالص سره شریک کړل، چې د سرې میاشتې د عمومي رئیس له لورې ورسره په اړونده برخه کې د همکارۍ کولو ژمنه وشوه.

ناستې کې چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي رئیس ډاکټر حبیب الله فاتح او مشهور جراح ډاکټر محمد اسحاق هم حضور درلود، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د کیفیت لوړونې آمریت میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

د کیفیت لوړونې آمریت میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري د کیفیت ارزونې د نتایجو شریک کولو په موخه ناسته ترسره شوه.
یاده غونډه چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیال په ترکيه کې د نجم الدین اربکان پوهنتون د بهرنیو اړیکو له مسؤول سره انلاین ناسته وکړه.

په دې انلاين ناسته کې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د بهرنيو اړيکو مرستيال احمدالله احمدزي د ترکيې د نجم الدين اربکان پوهنتون سره په اړيکه خوښي څرګنده کړه او د ياد پوهنتون له رهبري يې

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې ناسته د دې پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء په مشرۍ ترسره شوه.

د ناستې په پېل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کیفیت لوړونې کمېټې په تېرو کړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS