د رئیس پیام
پوهنمل نور محمد "عزيزي"

بسم الله الرحمن الرحیم

“د علم، پوهې او څېړنې درنو مینه ‌والو! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته! افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د هېواد د لوړو زده‌ کړو په ډګر کې یو علمي او تخصصي نهاد دی، چې اساسي موخه یې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د متخصصو او مسلکي علمي کادرونو روزنه، د علمي څېړنو پیاوړتیا او د ټولنې د اړتیاوو په رڼا کې د لوړو زده‌ کړو پراختیا ده. پوهنتون هڅه کوي، چې د اسلامي ارزښتونو، معاصرو علمي مېتودونو او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د تدریس او څېړنې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. اوس مهال افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب، انجنیرۍ، زراعت، کمپیوټرساینس او شرعیاتو په برخو کې پنځه پوهنځي لري، چې د متخصصو کادرونو په روزنه او د هېواد د علمي پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي. زموږ باور دا دی، چې د یو علمي نهاد بریا د تدریس په کیفیت، علمي څېړنو، د استادانو په مسلکي وړتیاوو او د محصلانو په علمي لاسته ‌راوړنو پورې تړلې ده.  له همدې امله، د استادانو د ظرفیت لوړول، د څېړنیز فرهنګ پیاوړتیا، د علمي همکاریو پراختیا او د تحصیلي پروګرامونو معیاري کول زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ژمن دی، چې د علمي کیفیت د لوړولو، د نوښتونو هڅونې او د متخصصو کادرونو روزنې له لارې د هېواد لوړو زده ‌کړو په پرمختګ کې اغېزمنه ونډه واخلي. په پای کې، د پوهنتون له ټولو استادانو، اداري کارکوونکو، محصلانو او علمي همکارانو څخه مننه کوم، چې د دې علمي نهاد د موخو د تحقق لپاره هڅې کوي.  هیله لرم، چې د ګډ کار، علمي ژمنتیا او دوامدارو هڅو په مټ د هېواد د علمي پرمختګ او د ټولنې د هوساینې لپاره لا ډېر خدمت وکړو. والسلام ”

پوهنمل نور محمد "عزيزي"

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس

د ۱۴۰۵کال د وږي ۱۸ - د معرفي په مراسمو کې



2026-09-20 10:37:55.326
دكارموندني خبرتيا!

دكارموندني خبرتيا!

افغان نړيوال اسلامي بوهنتون كار اهل كارته د سبارلو به موخه غواري، جى لاندي (٥) خالي بستونه آزادي سيالى. ته وراندي كري.

2026-09-20 10:38:07.563
د علمي مجلې آمر د (۱) خالي بست اعلان

د علمي مجلې آمر د (۱) خالي بست اعلان

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي مجلې د آمر په بست (۱) کې د وړ، مسلکي او بااستعداده کسانو د ګمارنې خبر ورکوي. هغه کسان چې ټاکل شوي تحصیلي او کاري شرایط پوره کوي، کولای شي د اعلان د مودې په ترڅ کې خپل غوښتنلیک او اړین اسناد د پوهنتون ادارې ته وسپاري. 📅 د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۰۵/۲۲

2026-09-20 10:38:07.595
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کار اهل کار ته د سپارلو په موخه غواړي پورته (۳) NTA خالي بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړي.

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کار اهل کار ته د سپارلو په موخه غواړي پورته (۳) NTA خالي بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړي.

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کار اهل کار ته د سپارلو په موخه غواړي پورته (۳) NTA خالي بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړي.

2026-09-20 10:38:51.41+04:30
د یوه کانتین او دوو کفتریاوو په اړه

د یوه کانتین او دوو کفتریاوو په اړه

د یو کانتین او کفتریاو په اړه افغان نړیوال اسلامي په پام کې لري، چې د یو کانتین او دوه کفتریاوو ځای د یو کال قرارداد لپاره په کرایه ورکړي، چې د خوړلو توکو د ساتلو لپاره مجهز وسایل او معیاري ځای ولري. هغه علاقمندان، چې یاد شرایط برابرولی شي، هېله ورڅخه کېږي، چې خپل رسمي وړاندیزونه د ۱۴۰۴ هـ.ش د چنګاښ میاشتې له ۱۱ مې نېټې څخه تر ۲۱‍مې نېټې پورې زموږ اداري ته وسپاري.ب د وړاندیزونو د پرانیست غونډه به د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنګاښ په ۲۹ مه نېټه، د سهار ۱۰ بجې د مالي او ادارې چارو معاونیت په دفتر کې ترسره شي. همداراز، اړونده شرطنامه د پوهنتون د خدماتو مدیریت څخه تر لاسه کولای شي.

2026-09-20 10:38:51.499+04:30
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تېلو پمپ پروژې په اړه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تېلو پمپ پروژې په اړه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ریاست په پام کې لري، چې د پوهنتون د وسایطو، جنراتورونو او ماشینونو لپاره د یو تېلو پمپ پروژې چارې د ملي آزاد قرارداد له لارې داوطلبۍ ته وسپاري. هغه اشخاص او ساختماني شرکتونه، چې لازم شرایط پوره کوي، کولای شي خپلې غوښتنې د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د تدارکاتو او خدماتو آمریت ته وسپاري. د شرطنامې ترلاسه کولو لپاره به تضمین هم اخیستل کېږي. ایمیل او الکترونیکي تضمین اعتبار نه لري.س داوطلبان کولای شي، د ۱۴۰۴کال د وږي له ۵ مې نېټې څخه بیا تر ۲۵ مې نېټې پورې یاده شرطنامه د پوهنتون د تدارکاتو او خدماتو له آمریت څخه تر لاسه کړي.

شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۹:۳۲
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ الحدیث ضیاءالرحمن مدني له مل پلاوي سره یوځای د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون له رهبرۍ او استادانو سره یې مشورتي ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني د پوهنتون له روان وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه، او د پوهنتون استادانو ته په وینا کې وویل، چې استادان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، او په ځانګړې توګه په داسې علمي بنسټ کې چې د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼ شمېر برنامې په کې فعالې دي، د استادانو مسوؤلیت لا زیاتېږي. علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني له استادانو وغوښتل، چې خپلې دندې په بشپړ مسلکي، علمي او مسوؤلانه ډول ترسره کړي. همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهنتون رهبرۍ له لوري وړاندې شوې ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د حل لپاره به یې اړین اقدامات ترسره شي. یاده لیدنه د لوړو زده کړو وزارت او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همغږۍ د پیاوړتیا، د ستونزو د حل او د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو رغنده او مهم ګام بلل کېږي. دوشنبه ۲۵/۳/۱۴۰۵هـ.ش ۲۹/۱۲/۱۴۴۷هـ.ق د نشراتو او عامه اړیکو آمریت



عکسونه او ویډیوګانې

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مستند

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۵

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مستند
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مستند

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مستند
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مستند

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۵

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مستند