۱۴۰۵ لړم ۲۰
4 دقیقې لوست

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کارکوونکو ته د «شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې» کتاب تدریسي بهیر پیل شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون کارکوونکو ته د «شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې» تر سرلیک لاندې د یوه درسي کتاب تدریسي بهیر پیل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مفتي صدیق الله ابو زبیر صاحب د شرعي امیر د اطاعت پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې رسول الله ﷺ د امیر اطاعت خپل اطاعت او د هغه نافرماني یې له خپل نافرمانۍ سره تړلې ده.
هغه زیاته کړه، چې اطاعت د یوه نظام او ټولنې د ثبات، یووالي او قوت اساس دی؛ ځکه د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د اسلامي خلافتونو د کمزورتیا او زوال له مهمو لاملونو څخه د امیرانو نافرماني او خپلمنځي اختلافات ګڼل کېږي.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې د اطاعت اساسي معیار د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ لارښوونې دي؛ نو په هغو چارو کې چې د الله تعالی او د رسول الله ﷺ له لارښوونو سره په ټکر کې وي، د هېڅ امیر اطاعت روا نه دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه تدریسي بهیر د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون د کارکوونکو د دیني پوهاوي او د شرعي نظام د اصولو په اړه د هغوی د معلوماتو د پیاوړتیا په موخه پیل شوی دی.
نېټه: ۱۸/۸/۱۴۰۵ هـ.ش ـــــــــ ۲۸/۵/۱۴۴۸ هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.