۱۴۰۵ لړم ۲۰
4 دقیقې لوست

د پلان جوړونې او راپور لیکنې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند، د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه، د ،پلان جوړونې او راپور لیکنې، تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې به د پلان پېژندنه، د پلان ډولونه، د پلان موخې، د راپور لیکنې پېژندنه او اهمیت، د راپور لیکنې ډولونه، د راپور اساسي برخې او اړوند نور مهم موضوعات په هر اړخیز ډول وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د اداري کارکوونکو د پلان جوړونې او راپور لیکنې د مهارتونو پیاوړتیا، د کاري چارو د اغېزمنتیا لوړول او د اداري فعالیتونو د منظم او معیاري ترسره کولو لپاره د هغوی د مسلکي وړتیاوو پراختیا په موخه ترتیب شوی.
نېټه: ۱۸/۸/۱۴۰۵ هـ.ش ـــــــــ ۲۸/۵/۱۴۴۸ هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت