افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د صفایۍ په پار عمومي حشر ترسره شوه

aiiu_admin
Sun, Jan 07 2024 2:13 PM
AIIU Employee

د حشر په دې مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالستار حیدري، د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد ولې سالاري، د انجینرۍ پوهنځي رئیس پوهنیار عبدالحی کیوان، د زراعت پوهنځي رئیس پوهنیار نثار احمد زاهد، یو شمېر آمرینو، مدیرانو او خدماتي کار کوونکو برخه اخیستي وه.

د یاد حشر په ترڅ کې چې د پوهنتون بیلا بیلې برخې صفا او پاکې شوي، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالستار حیدري د طهارت او پاکۍ په ارزښت خبرې وکړې او له خپلو ټولو کارمندانو څخه یې وغوښتل چې هر وخت د خپلو شعبو او پوهنتون هرې برخې د صفایۍ پوره خیال وساتي، نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون د ښه صفايۍ او پاکۍ په خاطر به وخت نا وخت ورته حشرونه ترسره کوو.

نېټه : یکشنبه

۱۴۰۲/۱۰/۱۷ هـ ش ـــــ ۱۴۴۵/۰۶/۲۴ هـ ق

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

BACK TO NEWS