د ادارة الوقت (د وخت د مدیریت) تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو

aiiu_admin
Wed, Dec 17 2025 9:43 AM
aiiu

د ادارة الوقت (د وخت د مدیریت) تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ظرفیت لوړونې آمریت له لورې د "ادارة الوقت" تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې د پوهنتون سرپرست رئیس محترم پوهندوی دوکتور رفیع‌الله عطاء، د پوهنتون د معاونیتونو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود.
د سیمینار پیل د علمي چارو د مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت لخوا د پرانستې وینا سره تر سره وشو، نوموړي د علمي سیمینارونو پر ارزښت، اړتیا او موخو خبرې وکړې.
دغه علمي سیمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد، دوکتور سید رضوان حازم لخوا وړاندې شو، چې پکې د وخت د مدیریت اړوند مفصل او هر اړخیز معلومات وړاندې شول. استاد حازم په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د اداري چارو د مؤثریت، نظم او پر وخت ترسره کېدو لپاره باید وخت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د غونډې په پای کې د علمي چارو معاونیت مرستیال دوکتور عبدالواحد لیاقت د سیمینار ارزونه وکړه، هغه یې ګټور وباله او له استاد سید رضوان حازم څخه یې د وړاندې شوې علمي موضوع مننه وکړه.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
 

Latest news

Sat, Apr 18 2026 10:04 AM
Background image

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.

Administrative Council Meeting of Afghan International Islamic University Held.
On Thursday, the Administrative Council meeting of the Afghan International Islamic University was held. . .

BACK TO NEWS