د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیال په ترکيه کې د نجم الدین اربکان پوهنتون د بهرنیو اړیکو له مسؤول سره انلاین ناسته وکړه

aiiu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۹:۳۲
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیال په ترکيه کې د نجم الدین اربکان پوهنتون د بهرنیو اړیکو له مسؤول سره انلاین ناسته وکړه

په دې انلاين ناسته کې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د بهرنيو اړيکو مرستيال احمدالله احمدزي د ترکيې د نجم الدين اربکان پوهنتون سره په اړيکه خوښي څرګنده کړه او د ياد پوهنتون له رهبري يې وغوښتل، چې له افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سره خپلې علمي، اکاډمیکي او  څېړنېزې  تجربې، لاسته راوړنې او پرمختګونه شریک کړي.
ورپسې د نجم الدین اربکان پوهنتون د بهرنیو اړیکو  مسؤول پروفیسور فطرت یلداز هم د خپلو خبرو په جریان کې خوښي څرګنده کړه چې دوی نن په افغانستان کې د يوه نړیوال پوهنتون سره انلاین ناسته کوي او په اړونده برخه کې به ورسره د همکارۍ تر څنګ خپلې تجربې او څېړنې شریکه وي.
 ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو په زياتولو خبرې په داسې حال کې وشوې چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد ولي سالاري او د نجم الدین اربکان پوهنتون د  بهرنیو اړیکو د  مسؤول مرستیال پروفیسر ډاکټر سادات هم حضور لاره، چې دوی هم د ناستې په جریان کې خپل نظرونه شریک کړل.
نېټه : چهارشنبه
۱۴۰۳/۰۴/۲۷ هـ ش ــــــ ۱۴۴۶/۰۱/۱۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۱۶
Background image

نشست  ماهانه کمیتۀ عمومی نصاب تحصیلی برگزار گردید

نشست  ماهانه کمیتۀ عمومی نصاب تحصیلی برگزار گردید.  
نشست ماهانه کمیتۀ عمومی نصاب تحصیلی پوهنتون اسلامی بین‌المللی افغان تحت ریاست محترم پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت، معاون امور علمی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۸
Background image

جلسه نوبتی ارتقای تضمین کیفیت برگزار شد

جلسه نوبتی ارتقای تضمین کیفیت برگزار شد
در پوهنتون بین ‌المللی اسلامی افغان، تحت چتر معاونیت امور علمی، جلسه نوبتی ارتقای تضمین کیفیت از سوی آمریت تضمین و ارتقای کیفیت برگزار گردید.
در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۱۴
Background image

کار بازسازی سرک ‌های پوهنتون  اسلامی بین المللی افغان ۷۵% تمام شده است

کار بازسازی سرک ‌های پوهنتون  اسلامی بین المللی افغان ۷۵% تمام شده است.
کار بازسازی سرک ‌ها و پیاده‌ روهای داخلی پوهنتون اسلامی بین المللی افغان که مدتی پیش از سوی وزارت تحصیلات عالی با. . .

BACK TO NEWS