د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجنیري، زراعت او طب پوهنځیو د فوق لېسانس برنامو د نوم لیکنې خبرتیا
 
              د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجنیري، زراعت او طب پوهنځي په لاندې څانګو کې د فوق لېسانس برنامو لپاره د کانکور آزموینې له لارې محصلین قبلوي:
انجنیري پوهنځی
1. سټرکچر انجنیري (دوکتورا)
2. صنعتي انجنیري (ماسټري)
 کرنې پوهنځی 
1.    کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا (ماسټري)
 طب پوهنځی 
1. کلينيکي    مایکروبیولوژي (ماسټري)
2.    د طبي لابراتوار تکنالوژي (ماسټري)
 د فوق لېسانس برنامو لپاره د نوم لیکنې شرایط 
•    د اړوند څانګې څخه د فراغت سند (دیپلوم او ترانسکریپ) درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوی وي. 
•    د ماسټري برنامو لپاره د لېسانس د دورې څخه لږ تر لږه د (۶۵) سلنه نمرو درلودل.
•    د دوکتورا برنامې لپاره د ماسټري د دورې څخه لږ تر لږه د (۷۵) سلنه نمرو درلودل.
•    په انګلیسي ژبې تسلط درلودل.
•    د دوکتورا برنامې د نوماندانو لپاره په معتبرو ملی او یا هم نړیوالو ژورنالونو کې د دوه خپرو شویو مقالو درلودل.
 د نوم لیکنې لپاره اړین اسناد: 
•د کاندید سي وي
•    د تذکرې اصل او کاپي 
•    د دیپلوم او ترانسکریپ اصل 
