د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د سرې میاشتې له عمومې رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سره د هغه په دفتر کې ولیدل.
د ناستې په پېل کې د سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي صاحب مطیع الحق خالص د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د سرې میاشتې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د پوهنتون پرمختګونه، لاسته راوړنې، معلومات او خصوصا د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د جوړیدونکې تدریسي روغتون د زړه په برخه کې د تداوۍ اړوند موضوعات د سرې میاشتې له عمومي رئیس مولوي صاحب مطیع الحق خالص سره شریک کړل، چې د سرې میاشتې د عمومي رئیس له لورې ورسره په اړونده برخه کې د همکارۍ کولو ژمنه وشوه.
ناستې کې چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي رئیس ډاکټر حبیب الله فاتح او مشهور جراح ډاکټر محمد اسحاق هم حضور درلود، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.