د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري کارمندان د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول

aiiu_admin
Sun, Mar 10 2024 3:27 PM
AIIU-Environment

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوي داکټر رفیع الله عطاء د کارمندانو ټولې تحصیلي او ادارې کړنې وستایلي ویې ویل چې تاسې یاست چې د پوهنتون ټول کارونه په خپل وخت مخ ته ځي او زه له تاسې څخه ځانګړې مننه کوم، چې د جمعې په مبارکه ورځ مو د علماء کرامو څخه ازموینه ډېره ښه مدیریت کړه.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال هم د خپلو خبرو په جریان کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کارمندانو هڅې وستایلي او ویې ویل چې ستاسي د پوره اخلاص په نتیجه کې نن الحمدالله د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ښه نوم یادیږي او په هره برخه کې ډېرې ښې لاسته راوړنې لري.

یاده غونډه چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په نوښت جوړه شوي وه، په وروستۍ برخه کې یې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی داکټر رفیع الله عطاء، علمي معاون پوهندوی دوکتور میر رفیع الله منیب، د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی محمد ولي سالاري د یاد پوهنتون مالي او ادارې مرستیال قاري عبدالستار حیدري، ، د استادانو چارو امر او د طب پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور حمیدالله حامد او د نړیوالو اړېکو امر قاري عبدالباسط مجددي په خپلو مبارکو لاسونو ستایل شوو کارمنداتو ته ستاینلیکونه ډالۍ کړل.

نېټه : یکشنبه

۱۴۰۲/۱۲/۲۰ هـ ش ــــــــ ۱۴۴۵/۰۸/۲۸ هـ ق

Latest news

Tue, Dec 23 2025 11:22 AM
Background image

A Scientific Seminar Held Under the Title: “The Function of the Heart from the Perspective of Islamic Sharia and Medicine”

A Scientific Seminar Held Under the Title: “The Function of the Heart from the Perspective of Islamic Sharia and Medicine”

Today, Monday, corresponding to the 1st of January 2025, a. . .

Tue, Dec 23 2025 11:14 AM
Background image

A Memorandum of Understanding Signed Between Afghan International Islamic University and Tabesh University

A Memorandum of Understanding Signed Between Afghan International Islamic University and Tabesh University

Today, Monday, corresponding to the 1st of January 2025, a Memorandum of. . .

BACK TO NEWS