د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د دوکتورا برنامو دوه تنو محصلینو له خپل تېزس څخه دفاع وکړه

aiiu_admin
Thu, Mar 21 2024 10:39 AM
AIIU-Environment

د دفاع په جوړو شوو مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي معاون پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو تر څنګ خوښي څرګنده کړه چې الحمدالله افغان نړیوال اسلامي پوهتتون نن د دوکتورا په برخه کې د تېزس کوربه دی او دا لړۍ به ان شاء الله دوام لري، ده همدارنګه د خپلو خبرو په جریان کې دواړو دفاع کوونکو ته مبارکې وویله او همدارنګه یې د تېزس د ښه ارایې کولو هېله څرګنده کړه.

وروسته په ترتیب سره د انجینرۍ پوهنځي رئیس او د سترکچر انجینرۍ دوکتورا برنامې محصل پوهنیار عبدالحی کیوان او پوهنمل سید جاوید عظیمي له خپلو تېزسونو څخه دفاع وکړه چې د هجوري  هئیت له لوري چې غړي یې پوهاند امان الله فقیري، احمد او وومثبت ارزیابي شو.

غونډه کې چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي معاون پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء، د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی محمد ولي سالاري، د نړیوالو اړېکو مرستیال مولوي احمدالله احمدزی، استادانو او استادانو حضور درلود، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

نېټه : دوشنبه

۱۴۰۲/۱۲/۲۸ هـ ش ـــ ۱۴۴۵/۰۹/۸ هـ ق

Latest news

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

Sun, Mar 29 2026 9:36 AM
Background image

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.
Today, Saturday, the thesis defense of the first doctoral candidate from the Department of Judiciary and Islamic. . .

BACK TO NEWS