د امیر المـؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تدریس او تشریح تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو

aiiu_admin
Wed, Dec 17 2025 9:51 AM
aiiu

د امیر المـؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تدریس او تشریح تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا مرکز آمریت لخوا د امیر المـؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح" تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د پوهنتون د سرپرست رئیس، محترم پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء لخوا وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون د معاونیتونو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون کړی و.
په دغه علمي سیمینار کې د امیر المـؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه له لورې د مطبوعاتو اړوند توشیح شوي فرمان ته ځانګړې پاملرنه وشوه، او د یاد فرمان په رڼا کې د شریعت مطابق د مطبوعاتو د نشر، د ذیروح انځورونو د خپرېدو، او د اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو خلاف د مطالبو د خپراوي پر موضوعاتو مفصل وضاحت وړاندې شو.
د غونډې په پای کې یادونه وشوه، چې د پوهنتون اداره ژمنه ده، د امیر المـؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه فرامین به د مختلفو علمي، تعلیمي او پوهاوي میتودونو له لارې تشریح او عامه ذهنونو ته ورسوي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

Sun, Mar 29 2026 9:36 AM
Background image

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.
Today, Saturday, the thesis defense of the first doctoral candidate from the Department of Judiciary and Islamic. . .

BACK TO NEWS