د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.

aiiu_admin
Sat, Mar 28 2026 3:31 PM
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه تفاهم‌لیک په یوه رسمي ناسته کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل محب الله هدایت او ورسره مل پلاوي او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور عبدالواحد لیاقت تر منځ لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال، دوکتور عبدالواحد لیاقت، میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ یې د اغېزمنې علمي همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي هېله څرګنده کړه چې دغه تفاهم‌لیک به د علمي اړیکو د پیاوړتیا او ګډو فعالیتونو د پراختیا لامل شي.
بل لور ته، د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستیال هم د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا او دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له دې وړاندې هم له یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د علمي همکاریو په موخه ورته تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي، څو علمي فعالیتونه په منظم او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.
پنجشنبه: ۶/۱/۱۴۰۵ ــــــ ۸/۱۰/۱۴۴۷
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Oct 13 2026 2:41 PM
Background image

Academic Seminar Held on Air Pollution, Environmental Protection, and Energy Conservation.

Academic Seminar Held on Air Pollution, Environmental Protection, and Energy Conservation.
An academic seminar entitled “Air Pollution, Environmental Protection, and Energy Conservation. . .

Tue, Oct 13 2026 2:31 PM
Background image

A Six-Day Academic and Training Workshop on SPSS Begins

A Six-Day Academic and Training Workshop on SPSS Begins
Today, Monday, a six-day academic and training workshop on the SPSS software program commenced for professors from various. . .

Mon, Aug 31 2026 10:16 AM
Background image

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.
A two-week workshop titled “Use of Basic Computer Programs” has commenced for administrative. . .

BACK TO NEWS