د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

aiiu_admin
Thu, Oct 16 2025 9:32 AM
غونډه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د میزان میاشتې ۲۳مه نېټه، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتی غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء په مشرۍ ترسره شوه. یاده غونډه کې چې د ټولو معاوینتونو معاونینو او د پوهنځیو رئیسانو ګډون کړی و، پکې د محصلانو د غوره تدریس، تدریسي معیارونو، او کیفیت ته د لا پاملرنې په اړه هر اړخیز بحث وشو. همدارنګه د ادارې د کارکوونکو ورځنیو ستونزو ته هم کتنه وشوه، چې د حل لپاره مناسبې پرېکړې ونیول شوې.
په غونډه کې د نويو محصلانو د ښه راغلاست مراسمو د ترتیب او تنظیم موضوع هم مطرح شوه او اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د غونډې په جریان کې د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء ټولو معاونینو او د پوهنځیو رئیسانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنو ته به پر وخت او لازمه رسیدنه وشي.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د تدریس بهیر لا پیاوړی کړي او محصلانو ته معیاري، اغېزمن او ارزښتناک تعلیمي خدمات وړاندې کړي.

Latest news

Wed, Jul 01 2026 12:12 PM
Background image

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.
In coordination with the Deputy Directorate of Student Affairs, Acting Dean of the Faculty of Computer Science, Dr.. . .

Tue, Jun 30 2026 9:21 AM
Background image

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held
On Monday a one-day academic seminar titled. . .

BACK TO NEWS