د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون جدیدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د دغه پوهنتون ممتاز محصلانو د ستایلو غوڼده تر سره شوه

aiiu_admin
Wed, Oct 29 2025 11:02 AM
student

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون جدیدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د دغه پوهنتون ممتاز محصلانو د ستایلو غوڼده تر سره شوه، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء، د معاونیتونو معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی وه.
د پوهنتون رئیس ښاغلي پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء ممتاز او جدیدالشمول محصلانو ته د مبارکي او ښه راغلاست تر څنګ د علم په ارزښت او اړتیا وینا وکړه.
پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء وویل، چې په علم سره کولای شو خپل هېواد او دین ته خدمت وکړو هغه زیاته کړه، چې اوس په هېواد کې د علم تر سره کول لپاره ښه زمینه برابره شوې ده نو تاسو محصلان باید خپل هدف ته کار وکړي، چې هغه د هېواد پر مختګ او آبادې سربېره په هر برخه کې پر ځان بسیا کول دي تر څو هېواد مو له نورو پر مختللو هېوادونو سره سیال کړو.
د غونډې په جریان کې د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبدالمالک نیازي له خوا نویو راغلو محصلانو ته د پوهنتون پیژندنې په موخه د پوهنتون اکاډومیک چاپېریال تر عنوان لاندې پریزنټیشن هم وړاندې شو.
ورته مهال د محصلانو په نماینده ګۍ د شرعیاتو پوهنځي یو تن محصل پوهنمل حکمت الله حکمت د پوهنتون له رهبري او استادانو څخه مننه وکړه، چې له دوی سره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او وویل، چې په افغان نړیوال اسلامي  پوهنتون کې د زده کړو لپاره ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوي او د دوی ستونزو ته پر وخت سره رسېدنه کېږي.
حکمت الله حکمت پر نورو تازه د لېسانس په کچه فارغ شوو محصلانو غږ وکړه، چې په کور دننه هېواد کې د ماسټري او دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي.
د یادولو وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکې کې د طب، شرعیات، انجنیري او زراعت پوهنځیو تر څنګ د کمپیوټر ساینس پوهنځی هم ایجاد کړي، تر څو په دغه برخه کې د ماسټري او دوکتورا تر کچې پورې هېوادوالو ته د زده کړو تر سره کولو زمېنه برابره کړي.

Latest news

Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
Background image

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.
Sheikh al-Hadith Zia-ur-Rahman Madani, Deputy Minister. . .

Sun, May 24 2026 9:12 AM
Background image

Scientific Seminars Held on the Interpretation of the Decrees of Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Strategic Planning at the Faculty Level.

Scientific Seminars Held on the Interpretation of the Decrees of Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Strategic Planning at the Faculty Level.
Today, Saturday, two scientific. . .

BACK TO NEWS