د "الاقتصاد الاسلامي في مواجهة منظومة الاقتصاد المعاصر" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو

aiiu_admin
Sat, Nov 29 2025 12:08 PM
شههع

د "الاقتصاد الاسلامي في مواجهة منظومة الاقتصاد المعاصر" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) آمریت په نوښت یو مهم علمي کنفرانس د "الاقتصاد الاسلامي في مواجهة منظومة الاقتصاد المعاصر(اسلامي اقتصاد د معاصر اقتصادي نظام په مقابله کې)" تر عنوان لاندې ترسره شو.
یاد علمي کنفرانس د پوهنتون د مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو د استادانو او همدارنګه د یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسـانو او علمي مرستیالانو له ګډون سره د پوهنتون په عمومي تالار کې دایر شو.
د کنفرانس پیل د علمي چارو د مرستیال، پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت لخوا وشو. نوموړي ګډونوالو ته د تود هرکلي ترڅنګ د کنفرانس د هدف، اهمیت او محتوا په اړه مقدماتي معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول علمي بحثونه د پوهې د تبادلې، څېړنیزو پرمختګونو او علمي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره خورا ارزښتناک دي.
ورپسې د شرعیاتو پوهنځي مخکښ استاد، دوکتور اشرف محمد دوابه، خپله علمي موضوع وړاندې کړه. نوموړي د اسلامي اقتصاد بنسټیز اصول، ارزښتونه، او له معاصر اقتصاد سره یې د تقابل او تفاوت مهم اړخونه له علمي لیدلوري وڅېړل. د دوکتور دوابه په وینا، اسلامي اقتصادي نظام نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د بشریت لپاره هم بدیل او عادلانه حل‌لاره وړاندې کوي، چې د اقتصادي عدالت، ګټې نه ‌انحصار، سود له منځه وړلو، او ټولنیز توازن پر بنسټ ولاړ دی.
په پای کې د ګډونوالو لپاره د پوښتنو او نظریاتو برخه ځانګړې شوې وه، چې پکې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې او ښاغلي استاد ورته مسلکي، علمي ځوابونه ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم دوکتور اشرف محمد دوابه د "اسلامي بانکدارۍ" تر عنوان لاندې یو علمي کنفرانس وړاندې کړی و، چې د ګډونوالو له‌خوا یې پراخ هرکلی شوی و.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jul 01 2026 12:12 PM
Background image

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.
In coordination with the Deputy Directorate of Student Affairs, Acting Dean of the Faculty of Computer Science, Dr.. . .

Tue, Jun 30 2026 9:21 AM
Background image

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held
On Monday a one-day academic seminar titled. . .

BACK TO NEWS