د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی عاه د فرامینو د تشریح او د لوړو زده کړو په سیستم کې د پوهنتونونو د نسلونو د ارزونې تر عنوان لاندې علمي سیمینارونه ترسره شول.

aiiu_admin
Tue, Jan 20 2026 10:57 AM
aiiu

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی عاه د فرامینو د تشریح او د لوړو زده کړو په سیستم کې د پوهنتونونو د نسلونو د ارزونې تر عنوان لاندې علمي سیمینارونه ترسره شول.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت لخوا د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی عاه د فرامینو تشریح او د لوړو زده کړو په سیستم کې د پوهنتونو نسلونو ته تر کتنې عنوان لاندې سیمینارونه تر سره شوه.
  په دغو علمي ناستو کې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت، اداري معاونیت، د پوهنځیو استادانو او د پوهنتون د رهبرۍ غړو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د علمي چارو معاونیت مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت ګډوڼوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او د سیمینارونو پر موخو او ارزښت یې رڼا واچوله. ورپسې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی عاه د فرامینو تشریح د همدې معاونیت مرستیال له لوري وړاندې شوه. نوموړي د فرامینو پر بېلابېلو مادو تفصیلي بحث وکړ او په ځانګړي ډول یې د لمانځه پر اهمیت او د جماعت په فضیلت ټینګار وکړ، نوموړي څرګنده کړه، چې لمونځ باید په جماعت سره اداء شي، ځکه چې په جماعت کې د لمانځه ثواب او ټولنیز اغېز ډېر دی.
له دې وروسته د لوړو زده کړو په سیستم کې د پوهنتونونو د نسلونو د ارزونې تر سرلیک لاندې بل علمي سیمینار د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور عارف نعیم ‌زاد له لوري وړاندې شو. نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې د پوهنتونونو په نوي نسل کې باید پر علمي څېړنو، نوښت او عملي مهارتونو ځانګړی تمرکز وشي، څو تحصیلي بنسټونه د ټولنې واقعي اړتیاوو ته ځواب ویونکي شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو ته د پوښتنو او نظریاتو د شریکولو فرصت ورکړل شو، چې د سیمینار وړاندې کوونکو له لوري ورته هر اړخیز او قناعت ‌بښونکي ځوابونه وړاندې شول. 
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي ارزښتونو او د لوړو زده کړو د پالیسۍ په رڼا کې د علمي او فکري ودې لپاره دا ډول سیمینارونه تنظیموي، تر څو د رهبرۍ د فرامینو عملي تطبیق او د پوهنتوني نسلونو علمي پیاوړتیا تأمین شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمیریت

Latest news

Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
Background image

Regular Session of the Administrative General Council Held

Regular Session of the Administrative General Council Held
The regular session of the Administrative General Council of the Afghan International Islamic University was held in the. . .

Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
Background image

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.
On the occasion of the arrival of the blessed month of Ramadan, the Directorate of Da’wah and. . .

BACK TO NEWS