د مالي او اداري چارو معینت له لوري د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت ارزونه ترسره شوه.

aiiu_admin
Wed, Feb 25 2026 12:30 PM
aiiu

د مالي او اداري چارو معینت له لوري د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت ارزونه ترسره شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معینت له لوري د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت څخه د اصلاحي ارزونې په موخه هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه.
یاده ارزونه د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین محترم شیخ صاحب ضیاءالرحمن اریوبي په مشرۍ تر سره شوه، چې ورسره د نشراتو او عامه اړیکو، مالي او حسابي چارو، تدارکاتو او خدماتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او کارکوونکو چارو ریاستونو مسؤلینو ملتیا کوله. پلاوي د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت او اړوندو آمریتونو کلنۍ کړنې او اجراآت وارزول.
د ارزونې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس، پوهندوی دوکتور رفیع‌الله عطاء، راغلو پلاوو ته ښه راغلاست ووایه. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین محترم شیخ صاحب ضیاءالرحمن اریوبي خپله پرانیستونکې وینا وړاندې کړه.
ښاغلي اریوبي د مالي او اداري چارو په برخه کې د اصلاحاتو، شفافیت، حساب ورکونې او د کاري بهیرونو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې چارې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې په اغېزمن، منظم او معیاري ډول ترسره کړي.
وروسته یاد پلاوي د مالي او اداري چارو معاونیت او اړوندو آمریتونو فعالیتونه له نږدې وارزول. همدارنګه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال ترسره شوي فعالیتونه، نوښتونه او پرمختګونه یې وڅېړل او د اړوندو آمریتونو د مسؤلینو ستونزې یې واورېدې. پلاوي ډاډ څرګند کړ، چې یادو ستونزو ته به په مناسب وخت کې رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معینت له لوري هم د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت او د څېړنو او علمي مجلې معاونیت څخه ورته ارزونه ترسره شوې وه.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۴۰۴/۱۲/۶

Latest news

Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
Background image

Regular Session of the Administrative General Council Held

Regular Session of the Administrative General Council Held
The regular session of the Administrative General Council of the Afghan International Islamic University was held in the. . .

Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
Background image

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.
On the occasion of the arrival of the blessed month of Ramadan, the Directorate of Da’wah and. . .

BACK TO NEWS