د عالیـ.ـقدر امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د معیارونو رول په توسعه کې تر عنوانونو لاندې سیمینار ترسره شو.

aiiu_admin
Tue, Jun 16 2026 11:56 AM
aiiu

د عالیـ.ـقدر امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د معیارونو رول په توسعه کې تر عنوانونو لاندې سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي چارو معاونیت له لوري د عالیـ.ـقدر امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تشریح او د معیارونو د اهمیت په اړه دوه علمي سیمینارونه ترسره شول. په دغو سیمینارونو کې د پوهنتون د معاونیتونو مرستیالانو او د پوهنځیو استادانو ګډون کړی و.
د سیمینار په لومړۍ برخه کې د عالیـ.ـقدر امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تشریح موضوع وړاندې شوه. دغه موضوع د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت له لوري تشریح شوه. نوموړي د ودونو په مراسمو کې د ناوړه دودونو او ناسمو رواجونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وویل چې، ټولنه باید له هغو رواجونو او دودونو څخه وژغورل شي، چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. همدارنګه هغه ټینګار وکړ، چې د ژوند ټولې چارې باید د اسلامي شریعت د اصولو او احکامو په رڼا کې تنظیم او پرمخ یوړل شي.
ورپسې د انجنیري پوهنځي استاد دوکتور محمد خوران لخوا  د معیارونو رول په توسعه کې تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د معیارونو د مفهوم، ډولونو، ارزښت او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د اغېز په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د معیاري اصولو د پلي کولو پر اهمیت یې رڼا واچوله.
د سیمینارونو په پای کې ګډونوالو لخوا د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک شول.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي، چې د معیاري او باکیفیته تدریس ترڅنګ د اسلامي شریعت اصولو، ارزښتونو او مقرراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د علمي او اخلاقي ودې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
دوشنبه ۲۵/۳/۱۴۰۵هـ.ش    ۲۹/۱۲/۱۴۴۷هـ.ق 
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:13 PM
Background image

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

At the initiative of the Coordination Office under the Student. . .

Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
Background image

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.
Sheikh al-Hadith Zia-ur-Rahman Madani, Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS