د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ګډ پلاوي د یو علمي سفر په ترڅ کې د البيروني پوهنتون څخه لیدنه وکړه

aiiu_admin
Sat, Jan 06 2024 10:07 AM
AIIU Senior

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون څلور کسیزه هيأت (علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل دوکتور میر رفيع الله منيب، مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبد الستار حيدري،  د انجنيري پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالحی کیوان او د شرعياتو پوهنځي رئیس ښاغلي مولوي عبيدالله عابد)  پکې ګډون درلود د يو علمي سفر په ترڅ کې د البيروني پوهنتون د رئیس ښاغلي مفتي وقايت الله وقار حنفي په ګډون د علمي څېړنو مرستيال، مالي او اداري چارو مرستيال او د پوهنځيو له مسؤلینو او استادانو سره د البيروني پوهنتون  په مقام کې وکتل.

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون هيأت د البيروني پوهنتون له رهبرۍ څخه د مننې وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د پېژندنې، موخو، ماموریت ، لرلید، دندو او د البيروني پوهنتون سره د ګډو علمي څېړنو او نورو علمي برنامو په اړه خبرې وکړې.

دواړه لوریو د ګډو همکاريو په یو تړون باندې خبرې وکړې. چې په همدې اساس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او البيروني پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاريو چمتو شوی تړون لاسليک شو.

نېټه:  چهارشنبه

۱۴۰۲/۱۰/۱۳ هـ ش ـــــــ ۱۴۴۵/۰۶/۲۰ هـ ق

Latest news

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

Sun, Mar 29 2026 9:36 AM
Background image

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.
Today, Saturday, the thesis defense of the first doctoral candidate from the Department of Judiciary and Islamic. . .

BACK TO NEWS