د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ګډ پلاوي د یو علمي سفر په ترڅ کې د البيروني پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون څلور کسیزه هيأت (علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنمل دوکتور میر رفيع الله منيب، مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبد الستار حيدري، د انجنيري پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالحی کیوان او د شرعياتو پوهنځي رئیس ښاغلي مولوي عبيدالله عابد) پکې ګډون درلود د يو علمي سفر په ترڅ کې د البيروني پوهنتون د رئیس ښاغلي مفتي وقايت الله وقار حنفي په ګډون د علمي څېړنو مرستيال، مالي او اداري چارو مرستيال او د پوهنځيو له مسؤلینو او استادانو سره د البيروني پوهنتون په مقام کې وکتل.
د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون هيأت د البيروني پوهنتون له رهبرۍ څخه د مننې وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د پېژندنې، موخو، ماموریت ، لرلید، دندو او د البيروني پوهنتون سره د ګډو علمي څېړنو او نورو علمي برنامو په اړه خبرې وکړې.
دواړه لوریو د ګډو همکاريو په یو تړون باندې خبرې وکړې. چې په همدې اساس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او البيروني پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاريو چمتو شوی تړون لاسليک شو.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۰۲/۱۰/۱۳ هـ ش ـــــــ ۱۴۴۵/۰۶/۲۰ هـ ق