د پوهنتون سرپرست رئیس د ، طب، انجینري او زارعت پوهنځيو له مسؤلینو د زده کړو کیفیت لوړو  په موخه د همغږۍ غونډه تر سره کړه

aiiu_admin
Thu, Oct 23 2025 10:25 AM
AIIU

د پوهنتون سرپرست رئیس د ، طب، انجینري او زارعت پوهنځيو له مسؤلینو د زده کړو کیفیت لوړو  په موخه د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت، چې  د تضمین کیفیت آمر پوهندوی دوکتور سید جاوید عظیمي ورسره ملتیا کوله د طب، انجنیري او زراعت پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره د تدریس د کیفیت لوړو او د په پوهنځیو کې د شته ستونزو حل کولو په موخه د هغږۍ غونډه تر سره کړه. رئیسانو په پوهنځیو کې د شته لابراتوارونو عمومي وضعیت په اړه وضاحت وړاندې کړ او د عملي زده کړو کیفیت لوړو په موخه یې د پرمختللو تجهیزاتو کمښت، د مصرفېدونکو موادو کموالی او نوې ټکنالوژۍ ته نه‌لاسرسی یې د عمده ستونزو په توګه یاد کړل شول.
د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور عبدالواحد لیاقت د پوهنځيو رئیسانو او استادانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړه او ټینګار وکړ، په وروستیو کلونو کې چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د پوهنتون د پرمختګ په موخه  چې کوم د همکاریو تفاهم‌ لیکونه لاسلیک کړي، باید د هغوی ګټې په مؤثره توګه عملي شي.  
په پای کې د پوهنتون سرپرست رئیس د پوهنځيو له مسؤلینو او استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې په جدي ډول د محصلانو د عملي زده کړو د کچې د لوړولو لپاره هڅې وکړي او د همکاریو فرصتونه په مؤثر ډول وکاروي.
د یادولو وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رهبري تل هڅه کړې ده، چې محصلانو ته د نظري زده کړو تر څنګ په عملي توګه د زده کړو زمینه برابر کړي؛ تر څو محصلان د بازار د غوښتنو او تقاضاو سره په معیاري ډول ورزول شي.

Latest news

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

Sun, Mar 29 2026 9:36 AM
Background image

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.
Today, Saturday, the thesis defense of the first doctoral candidate from the Department of Judiciary and Islamic. . .

BACK TO NEWS