د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

aiiu_admin
Tue, Dec 23 2025 11:14 AM
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
نن دوشنبه چې د روان کال مرغومي میاشتې له لومړي نیټې سره برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک ترسره شو.
 په یاد هوکړه لیک غونډه کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست ریئس دوکتور رفیع الله عطاء، د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتورعبدالواحد لیاقت، د نړیوالو اړیکو سرپرست مرستیال نور واحد بشاش تر څنګ د تابش پوهنتون ریئس پوهنیار عبدالحمید سیرت او همدارنګه ورسره مل پلاوی د تابش پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت مرستیال پوهنیار وسیق الله همدرد شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع‌الله عطاء د تابش پوهنتون راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر ډول علمي او اکاډمیکو همکاریو ژمنه وکړه. نوموړي وویل، پوهنتونونه هر وخت یو بل ته اړتیا لري او دا اړتیاوې د متقابلو اړیکو او همکاریو له لارې پوره کېدای شي.
همدارنګه د تابش پوهنتون رئیس پوهنیارعبدالحمید سیرت د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي، خپلو محصلینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو وکولای شي د علمي سرچینو او د نورو پوهنتونونو په همکارۍ خپلې څېړنې په ښه توګه بشپړې کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:13 PM
Background image

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

At the initiative of the Coordination Office under the Student. . .

Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
Background image

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.
Sheikh al-Hadith Zia-ur-Rahman Madani, Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS