د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۴
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
نن دوشنبه چې د روان کال مرغومي میاشتې له لومړي نیټې سره برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک ترسره شو.
 په یاد هوکړه لیک غونډه کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست ریئس دوکتور رفیع الله عطاء، د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتورعبدالواحد لیاقت، د نړیوالو اړیکو سرپرست مرستیال نور واحد بشاش تر څنګ د تابش پوهنتون ریئس پوهنیار عبدالحمید سیرت او همدارنګه ورسره مل پلاوی د تابش پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت مرستیال پوهنیار وسیق الله همدرد شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع‌الله عطاء د تابش پوهنتون راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر ډول علمي او اکاډمیکو همکاریو ژمنه وکړه. نوموړي وویل، پوهنتونونه هر وخت یو بل ته اړتیا لري او دا اړتیاوې د متقابلو اړیکو او همکاریو له لارې پوره کېدای شي.
همدارنګه د تابش پوهنتون رئیس پوهنیارعبدالحمید سیرت د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي، خپلو محصلینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو وکولای شي د علمي سرچینو او د نورو پوهنتونونو په همکارۍ خپلې څېړنې په ښه توګه بشپړې کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د Afghan International Journal of Science ژورنال دوهم دور لومړۍ نوې ګڼه(۲۰۲۶) پر لیکه شوه.

نوې ګڼه پرلیکه شوه – د Afghan International Journal of Science ژورنال، دوهم دور، لومړۍ ګڼه (۲۰۲۶)
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ویاړ سره د Afghan International Journal of Science. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د دوکتورا برنامې د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.

د دوکتورا برنامې د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.
نن یکشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د قضاء او شرعي سیاست څانګې د دوکتورا برنامې څخه د دوهم محصل د تیزس دفاع د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۹:۳۶
Background image

د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.

د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.
نن شنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د قضاء او شرعي سیاست څانګې د دوکتورا برنامې څخه د لومړي ځل لپاره د یو. . .

BACK TO NEWS