د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرامينو تدريس او تشريح تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۲۱
aiiu

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرامينو تدريس او تشريح تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.
، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د    PDC  آمریت له لوري د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ته د علیقدر آمیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تدریس او تشریح تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار کې د پوهنتون سرپرست ریئس دوکتور رفیع الله عطاء له لوري وړاندې شو، چې د ناسمو رواجونو مخنیوي له فرمان څخه حج ته د تللو او همدارنګه د حج څخه د راستنېدلو په مهال د ناسمو رواجونو مخنیوي په موضوعاتو باندې بشپړ معلومات ورکړل شو.
دوکتور رفیع الله عطاء د سیمینار پر مهال وویل چې قدرمن حاجې صاحبان دې د حج په ټولو چارو باندې ځان پوه کړي ترڅو په یاد سفر کې ورته ستونزې جوړې نه شي او په ښه ډول سره کولي وشې چې د حج مراسم ترسره کړي.
د یادولو وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له دې وړاندې هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د ناسمو رواجونو مخنیوي په اړه توشیح  شوی فرمان د سیمینارونو، غونډو او د ټولنیزو رسنیو له ادرسونو څخه د عامه پوهاوي په موخه خپاره کړي دي او لا هم دا لړې دوام لري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۹:۳۶
Background image

د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.

د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.
نن شنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د قضاء او شرعي سیاست څانګې د دوکتورا برنامې څخه د لومړي ځل لپاره د یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د دوکتورا دریېو برنامو آزموینه ترسره شوه.

د دوکتورا دریېو برنامو آزموینه ترسره شوه.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند د طب، انجنیری او زراعت پوهنځیو پسرلني سمسټر لپاره د محصلانو د جذب په موخه د دوکتورا برنامو. . .

BACK TO NEWS