علمي معاونیت

۱- پېژندنه

الحمد لله و الصلاة و السلام على رسول الله و على آله و صحبه و من والاه. وبعد! افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په افغانستان کې لومړنی نړیوال پوهنتون دی چې، د اسلامي امارت تر راتګ وروسته جوړ شوی دی. لوړو زده‌کړو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او د لوړو زده‌کړو وزارت د مسؤلینو د ځانګړې توجه په اساس اړینه وبلل شوه چې په هېواد کې د معياري کادرونو د روزلو په موخه د فوق لېسانس زده‌کړو مرکزونه رامنځته او ورته ځانګړې پاملرنه وشي. له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۰۱/۰۹/۱۴۰۰ نیټې د (۱۱) ګڼه مصوبې د (۵) بند په اساس افغان نړیوال اسلامي پوهنتون Afghan International Islamic University (AIIU) تأسیس شو. د دې نړیوال علمي مرکز د تأسیس څخه یوازينۍ موخه د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې په لوړ او معیاري کیفیت سره د ګران هېواد د علمي کادرونو او متخصصينو سالمه روزنه او تربیه ده،. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رهبري په دې باوري ده چې د خپل هیواد هر اړخیزه بسیاینه او استقرار یوازې په معیاري او باکیفته زده‌کړو کې نغښتی دی. د لوړو زده کړو وزارت د همکاریو او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د رهبرۍ نه ستړې کېدونکو هڅو په ډیره کمه موده کې د یاد پوهنتون په آډانه کې یو ښه معیاري علمي چاپیریال رامنځته کړ، چې د خلکو پام یې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په لوري را جلب کړ. اوس مهال یاد پوهنتون د انجنیري، زراعت، طب او شرعیاتو پوهنځیو په (۱۷) بېلابېلو څانګو کې د ماسترۍ او دوکتورا برنامې پیل کړي چې، ټولنې ته علمي کادرونه او د مربوطه څانګو متخصصین وړاندې کوي.

۲- لرلید

د اسلامي اصالت، معاصرت او ملي ارزښتونو پر بنسټ د یو مخکښ نړیوال تحصیلي او څېړنیز مرکز په توګه پېژندل کېدل.

۳- رسالت

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په راشده اداره، باکیفیته تحصیلاتو، څېړنو او نوښتونو د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ لپاره کار کوي.

۴- موخې

  • د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې علمي پرمختګ ته وده ورکول؛
  • د هېواد او سیمې په کچه د علمي کادرونو، متخصصینو او مسلکي اشخاصو روزل؛
  • هېوادوالو ته په کور دننه د فوق لېسانس زده‌کړو زمینه برابرول؛
  • د ټولنې له اړتیاوو سره سمې معیاري څېړنې ترسره کول او د هیواد په ملي قضایاو کې فعاله ونډه اخستل.

۵- ارزښتونه

  • دين: د اسلامي اصولو په رڼا کې کارکول؛
  • صداقت: په اخلاقي، صادقانه او عادلانه توګه عمل کول؛
  • زړورتیا: رهبري کول، مسؤلیت اخیستل او پوښتنه کول؛
  • غوره‌والی: د غوره‌والي او ځانګړتیا لپاره هڅه کول؛
  • اغېزه: ځواکمنول، فعالول او هڅه کول.

۶- تشکیلاتي جوړښت

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د هېواد په سطحه لومړنی نړیوال پوهنتون دی، چې په خپل اداري جوړښت کې د ریاست تر چتر لاندې د علمي چارو، علمي څېړنو، نړيوالو اړيکو، محصلانو چارو او د مالي او اداري چارو معاونيتونه لري. د یاد پوهنتون اداري او تشکيلاتي جوړښت د پوهنتون موخو ته په کتو سره طرح شوی دی چې، له مخې یې ټولې علمي او اداري چارې په پوره همغږۍ سره پرمخ وړل کیږي.

۶- د پوهنتون شوراګانې

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په مختلفو برخو کې د چارو او فعاليتونو د منظم پرمختګ په موخه بېلابېلې شوراګانې ايجاد شوېدي، چې د خپلو غونډو، سلا او مشورو په وسیله په اړوند برخو کې د چارو د بهبود او ستونزو د حل لپاره کار کوي. د یادو شوراګانو له جملې څخه ځینې يې په لاندې ډول دي:

  • أمناء شورا
  • علمي شورا
  • د تقرر او انفکاک شورا
  • د علمي نشراتو شورا
  • اداري شورا

 

۷- علمي چارو معاونیت

 

پېژندنه:
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په چوکاټ کې د علمي چارو معاونیت اساسي ارزښت لري، چې د پوهنتون د ټولو علمي برنامو د ایجاد او همدارنګه د بېلابېلو داخلي او بهرنيو علمي کادرونو د ګومارنې او ظرفيت لوړونې په برخه کې فعاليت کوي. د علمي چارو معاونيت ترچتر لاندې د څلور ګونو پوهنځيو (شرعیاتو، انجنیري، زراعت او طب ) په بېلابېلو څانګو کې (۱۷) د ماسترۍ او دوکتورا برنامې فعاليت کوي، چې ټولنې ته علمي کادرونه او د مربوطه څانګو متخصصین وړاندې کوي.
 
تشکیلاتي جوړښت:
د علمي چارو معاونیت په خپل اداري جوړښت کې (۲) آمريتونه او (۷) مدیريتونه لري، چې د یوې منظمې همغږۍ له مخې خپل فعاليتونه ترسره کوي.
 
علمي برنامې:
د علمي چارو معاونيت ترچتر لاندې په څلور ګونو پوهنځيو (انجنیري، زراعت، طب او شرعیاتو ) کې (۱۷) بېلابېلې د فوق لېسانس (ماسترۍ او دوکتورا) برنامې فعالې دي. دا چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تأسيس شاوخوا درې کاله پوره کیږي او په دې لنډه موده کې د ۱۷ فوق لېسانس برنامو فعالول د یاد پوهنتون د غښتلیو علمي فعالیتونو ښودنه کوي. سربېره پردې د یاد پوهنتون د علمي چارو معاونيت د ټولنې اړتیا ته په کتو د نورو فوق لېسانس برنامو د ایجاد او منظورۍ لپاره په دوامداره ډول هڅې کوي.
 
د استادانو چارو تنظيم:
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي معاونيت ّهڅه کوي چې د څلورګونو پوهنځيو د فوق لېسانس برنامو د تحصيلي چارو د ښه تنظیم او بشپړاوي په موخه د هیواد په کچه د دوکتورا تحصيلي درجې لرونکي لوړ رتبه، متدين، متعهد او مسلکي استادان جذب او په دندو وګماري . برسيره پردې يې يو شمير خارجي تجربه لرونکي او با استعداده پروفیسور استادان د تدریس، تحقیق، د محصلينو د څيړنيزو چارو د لارښود استادانو او ظرفيت لوړونې په برخه کې په دندو ګومارلي دي. او هڅه کوي چې د داخلي او خارجي استادانو نوموړی شمير څو چنده زيات کړي. تر څو د پوهنتون د نړي،التوب لوري ته نور هم ګامونه واخلي.
 
کیفیت لوړونه :
د علمي چارو معاونيت په تشکيلاتي جوړښت کې د کیفیت لوړونې آمريت د یو اړوند مدیریت سره د پوهنتون د علمي برنامو، استادانو د تدریس او د محصلینو د زده‌کړو په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزرات د تضمين کیفیت ریاست لخوا د تعریف شويو یولس ګونو معيارونو د تطبيق په برخه کې فعاليت کوي. د کیفیت لوړونې آمريت تر چتر لاندې د افغان نړېوال اسلامي پوهنتون په سطحه مختلفې عمومي کمېټې فعالیت کوي، چې په اړوندو پوهنځيو کې يې د فعاليتونو د اجرا په موخه فرعي کمېټې هم ایجاد کړي دي. د پوهنتون په سطحه د کیفیت لوړونې آمريت اړوند عمومي کمېټې په لاندې ډول دي:
  • د کیفیت لوړونې کمېټه
  • د ستراتيژيک پلان کمېټه
  • د نصاب کمېټه
  • نظم او دیسپلین کمېټه
  • د الکترونيکي زده‌کړو کمېټه
  • د ازموينو کمېټه
  • د فرهنګي چارو کمېټه
  • د شفافيت کمېټه
  • د دعوت او ارشاد کمېټه

 

۸- ظرفيت لوړونه ( پي ډي سي آمريت)

د علمي معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پراختيا مدیريت چې په نږدې راتلونکي کې به آمريت شي د مختلفو علمي او مسلکي کنفرانسونو، سيميناورنو، ورکشاپونو، لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله روزنیزو پروګرامونو له لارې د استادانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې کارکوي. د علمي کادرونو هر اړخیزه ظرفيت لوړونه د یاد مديرت له مهمو موخو شمېرل کیږي. د مسلکي ظرفيت لوړونې مدیريت د علمي کادرونو د ظرفيت لوړونې په برخه مختلف کنفرانسونه، سیمينارونه او ورکشاپونه جوړوي.

۹- هوکړه لیکونه

  • شیخ زايد پوهنتون سره
  • جامعه عبدالله بن مسعود (رض) سره
  • اناسټو پوهنتون سره
  • ابو علي ابن سینا طبي پوهنتون سره
  • پروان پوهنتون سره
  • البیروني پوهنتون سره
  • میثم د اوسپنو د ویلي کولو شرکت سره
  • افغانستان بانک سره
  • افغان ملي بانک سره
  • فاریاب پوهنتون سره
  • کندز پوهنتون سره
  • جوزجان پوهنتون سره
  • د کندهار پوهنتون سره
  • د ایران علمي صنعت پوهنتون سره
  • د پاکستان د نسټ (NUST) پوهنتون سره
  • د ټولګټو وزارت سره
  • د صحت عامې وزارت اړوند مرکزي لابراتوار سره
  • د اميري روغتون سره
  • د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت