طـب پوهـنځی

۱- د طب پوهنځي پېژندنه

په افغان نړیوال پوهنتون کې د څلورو فعالو پوهنځیو څخه یو د طب پوهنځی دی چې څلور ډیپارټمنټونه لري:
۱. د عامې روغتیا ډیپارټمنټ (دوکتورا)
۲. طبی علوم (مایکروبیالوژی) ډیپارټمنټ (ماستري)
۳. طبی لابراتوار تکنالوژی ډیپارټمنټ (ماستري)
۴. نرسنګ ډیپارټمنټ (ماستري)

۲- د طب پوهنځي لرلید

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون طب پوهنځی په روغتيا، رغونه، ساتنه او پالنه کې په ملي او نړيواله کچه د پرمختللي او معياري طبي ښوونيز او څيړنيز مرکز په توګه څرګندېدل غواړي.

۳- د طب پوهنځي ماموریت

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون طب پوهنځی د فوق ليسانس په کچه د معياري تدريس او څيړنې لپاره مناسب چاپيريال رامنځته کوي، څو متدين، متعهد او مسلکي کادرونه وروزي.

۴- د طب پوهنځي موخې

  • په طبي برخه کې د فوق ليسانس په سطحه علمي ظرفيت لوړول
  • په دوامداره توګه عصري طبي زده کړو ته وده ورکول
  • د روغتونونو د معياري کولو لپاره د مسلکي پرسونل د ظرفيت لوړول

۵- تشکیلاتي جوړښت

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځی اوس مهال څلور فعالې څانګې لري چې هره څانګه په خپل تشکيل کې څلور کادري استادان لري. د داخلي استادانو تر څنګ، څلور تنه بهرني د دوکتورا په کچه استادان هم په تدريس، څیړنه او عملي کارونو بوخت دي.

۶- فعالې برنامې

د طب پوهنځي په اډانه کې درې دیپارټمنټونه فعال دي: د عامې روغتیا دوکتورا، مایکروبیالوژي ماستري او طبی لابراتوار تکنالوژي ماستري. د مایکروبیالوژي د دوکتورا برنامه راتلونکي کال پیل کېږي. د تدریس ژبه صرف انګلیسي ده.

۷- د کريکولم په اړه

د برنامو کريکولومونه د نړیوالو ستندردونو سره سم د لوړو زده کړو وزارت لخوا برابر او تایید شوي دي، او د خارجي مسلکي استادانو په مرسته لا نور هم اصلاح شوي دي.

۸- د عملي کار او تحقيقاتو په اړه

طب پوهنځي دا مهال د عملي کارونو لپاره يو داخلي لابراتوار چې پرمختللي وسایل پکې موجود دي لري، چې د لا غنې کولو لپاره یې کارونه په ګړندي ډول روان دي. د طب پوهنځي نوي روغتون کې به نوی لابراتوار چې ساختماني چارې يې مخ په ختميدو دی هم د زده کړې او کلینیکي تمریناتو په برخه کې د همکارۍ او څیړنې يو مرکز وي ترڅو د افغان ټولنې اړتیاوو ته د څیړنې او تحقیق له لارې د عصري روغتیا پاملرنې ستونزې ورحل کړي. دا به د افغانستان د اسلامي امارت د يوه ابتکار يه نوم په تاريخ کې د تل لپاره ثبت او ياديږي.

۹- محصلین

د پوهنځي اوس مهال ۱۰۰ محصلين لري: لس تنه د عامې روغتیا دوکتورا کې او ۹۰ تنه د مایکروبیالوژي او طبی لابراتوار تکنالوژۍ ماستري برنامو کې بوخت دي.

۱۰- کادري روغتون

د لوړو زده‌ کړو وزارت او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون له ستراتېژیکو او پرمختیايي پلانونو سره سم د طب پوهنځي د ماسترۍ او دکتورا محصلينو د سالمې او باکیفیته روزنې په موخه د پوهنتون په تشکیل کې د طب پوهنځي محصلانو د عملي زده‌ کړو په موخه کادري روغتون ته اړتيا ده. دا وخت مونږ د روغتون لپاره يو درې پوړيزه ودانۍ لرو؛ چې په برق، اوبو، بريښنا او او ايرکنډيشنونو سمبال ده. د عملي کارونو لپاره لومړني پوړ لابراتوار او ډیری پرمختللي وسايل هم لري.همدارنګه یاده ودانۍ د موټرو پراخ پارکينګ تر څنګ شنه ساحه هم لري. خو دا چې بشپړ پرسونل، اړین طبي وسایل او تر څنګ یې د جاري مصارفو لپاره بوديجه اړينه ده نو طب پوهنځي د ادارې په هڅو به په دې وتوانيږو چې د یاد روغتون فعال او هیوادوالو لپآره یې ګټې اخیستنې ته اماده کړو. یو ځل بیا د طب پوهنځي پرسونل په هڅونه او د پوهنتونو د رهبرۍ په ملاتړ هڅه کیږي، چې له هرې ممکنه لارې څخه په ګټه اخیستنه روغتون فعال، استادانو او محصلانو ته پکې د تحقيقاتو زمينه برابره او ګرانو هېوادوالو ته اړین طبي خدمات وړاندې کړي. د روغتون لپآره اوسنۍ هڅې دادي چې د زړه په برخه کې د زړه د جراحۍ او داخله برخه فعاله کړل شي. چې د نیکه مرغه د روغتون د فعالولو لپاره د هیواد په سطحه د زړه جراح د طب پوهنځی د رئیس په هیڅ دنده تر سره کړي.

۱۱- هوکړه ليکونه او اړيکې

  • د عامې روغتيا وزارت سره هوکړه ليک
  • د کابل طبي پوهنتون سره هوکړه ليک
  • د اميري طبي کمپلکس سره هوکړه ليک
  • د اطلس روغتون سره هوکړه لیک

۱۲- کنفرانسونه او ظرفيت لوړونه

  • د څېړنې لپاره د پروپوزل لیکنې دوه ورځنی ورکشاپ
  • د نويو تدریسي میتودونو د تطبیق ورکشاپ
  • د چيچک ناروغۍ د مخینوي لارې چارې
  • د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت د زړه ناروغۍ د مخنیوي سیمینار

      دوکتور حبیب الرحمن مسعود

        د طب پوهنځي رئیس