د بلوم ټکسانومي پېژندنه او په علمي او اکاډمیکو چارو کې د هغې تطبیق تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

aiiu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۳:۳۴
aiiu

د بلوم ټکسانومي پېژندنه او په علمي او اکاډمیکو چارو کې د هغې تطبیق تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت له لوري د "بلوم ټکسانومي پېژندنه او په علمي او اکاډمیکو چارو کې د هغې تطبیق" تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي ورکشاپ ترسره شو.
ورکشاپ د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شو او د پوهنتون د رهبرۍ غړو، داخلي او خارجي استادانو، آمرینو او د پوهنځیو تدریسي مدیرانو پکې ګډون کړی و.
د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت د ورکشاپ پرانیستونکې وینا وکړه. نوموړي د تدریس د اغېزمنو میتودونو، د علم سم انتقال او دا ډول علمي پروګرامونو د ارزښت په اړه مهمې خبرې وکړې.
ورپسې پروفیسور دوکتور افتخار حسین د بلوم ټکسانومي پېژندنې او د هغې د تطبیق په اړه خپل بشپړ علمي پریزنټېشن وړاندې کړ. ښاغلي د تدریسي میتودونو د معیاري کولو لپاره مهمې لارښوونې او سپارښتنې شریکې کړې او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون تدریسي بهیر یې د نړیوالو معیارونو سره برابر وباله.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې پوښتنې له وړاندې‌ کوونکي استاد سره مطرح کړې، چې هغه هم قناعت ‌بښونکي ځوابونه ورکړل، ورکشاپ د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبدالمالک نیازي په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسید.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دفتر آمریت په همکارۍ، د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د SPSS پروګرام شپږ ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د SPSS پروګرام شپږ ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي مجلې او څېړنو معاونیت له لوري، د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ، د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي پروګرامونو څخه د استفادې تر سرلیک لاندې څوارلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. 

اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي پروګرامونو څخه د استفادې تر سرلیک لاندې څوارلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. 
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو. . .

BACK TO NEWS