د دوکتورا دریېو برنامو آزموینه ترسره شوه.

aiiu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۵:۲۶
AIIU

د دوکتورا دریېو برنامو آزموینه ترسره شوه.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند د طب، انجنیری او زراعت پوهنځیو پسرلني سمسټر لپاره د محصلانو د جذب په موخه د دوکتورا برنامو آزموینه په بریالۍ او منظم ډول ترسره شوه.
یاده آزموینه د طب پوهنځي د مایکروبیولوژي، د زراعت پوهنځي د حیواني تغذیې او تولید او د انجنیری پوهنځي د صنعتي انجنیری څانګو لپاره واخیستل شوه. دغه آزموینه چې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د تقرر او ترفیعاتو آمر او ورسره مل پلاوي، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محترم رئیس دوکتور رفیع‌الله عطاء، د علمي چارو، د محصلانو چارو سرپرست او د څېړنو او علمي مجلې د مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه.
د آزموینې په پیل کې د پوهنتون رئیس دوکتور رفیع‌الله عطاء صاحب د ګډونوالو هرکلی وکړ او نوماندانو ته یې د آزموینې پروسې د بشپړ شفافیت او عدالت ډاډ ورکړ. نوموړي همداراز ټولو ګډونوالو ته د بریا هیله څرګنده کړه.
دوکتور عطاء په خپلو څرګندونو کې وویل: ((افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دې لپاره تأسیس شوی چې ټولنې ته مسلکي او متخصص کادرونه وړاندې کړي، تر څو په راتلونکي کې د هېواد او ټولنې د خدمت جوګه وګرځي. په دې پوهنتون کې یوازې هغه کسان د تخصص فرصت مومي، چې د خپلې وړتیا او استعداد پر بنسټ بریالي شي.))
ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالواحید لیاقت له لوري نوماندانو ته د آزموینې د شفافیت او د امتحان د پروسې په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند یادو درېیو برنامو لپاره شاوخوا ۴۰ تنه رقابتي او کادري نوماندانو نوم لیکنه کړې وه، چې آزموینه یې نن په ارامه او شفافه فضاء کې ترسره شوه.
پنجشنبه: ۶/۱/۱۴۰۵ـــــ ۸/۱۰/۱۴۴۷
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د دوکتورا دریېو برنامو آزموینه ترسره شوه.

د دوکتورا دریېو برنامو آزموینه ترسره شوه.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند د طب، انجنیری او زراعت پوهنځیو پسرلني سمسټر لپاره د محصلانو د جذب په موخه د دوکتورا برنامو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۸:۴۸
Background image

د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
نن یکشنبه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت او ورسره مل پلاوي د افغان نړیوال. . .

BACK TO NEWS